لیکنېنظــر

په بين الافغاني مذاکراتو کې بايد کوم موضوعات د اجنډا په توګه غوره شي؟

همسراج احمد (افغان)

په يوه مذاکراتي پروسه کې د اجنډا لپاره په دقت سره د موضوعاتو انتخاب د مذاکراتي پروسې له جامعيت سره مرسته کوي، اولويتونو ته ترجيح، د وخت د ضايع کيدو مخنيوی او په اساسي توګه د ستونزو حل يې نورې ګټې دي، له همدې امله بايد په بين الافغاني مذاکراتو کې دواړه لوري په دقت او درايت سره د اجنډا لپاره موضوعات انتخاب کړي، که چيرې د اجنډا لپاره د موضوعاتو په انتخاب کې اسلامي عقيده، ملي ګټې، د اولس غوښتنې، د افغانستان په اړه سيمه ئيز او نړيوال سياست او د ستونزو اصلي عوامل په نظر کې ونيول شي؛ کيدایشي د اجنډا لپاره د موضوعاتو انتخاب زيات دقيق واوسي.

ديني اساسات، زموږ د تاريخي واقعيتونو په رڼا کې د خپلواکۍ تعريف، د خپلو معيارونو له مخې د ملي ګټو او ارزښتونو تعريف، د نظام څرنګوالی، د ديني لارښوونو او عيني واقيتونو په رڼا کې د شته بنسټونو برخليک، له سيمې او نړۍ سره زموږ د اولس، اسلامي عقيدې، اصيلو ارزښتونو او تاريخي او عيني واقيتونو په رڼا کې د ديني، فرهنګي، سياسي او اقتصادي اړيکو څرنګوالی هغه موضوعات دي چې د بين الافغاني مذاکراتو په اجنډا کې بايد محوري ځای ولري؛ تر څو په ګران هيواد کې روانې معضلې ته په رښتينې معنی د پای ټکی کيږدي.

د اشغال فزيکي، استخباراتي او فکري بڼې پای ته ورسوي، د جنګ اساسي عوامل له منځه لاړ شي، په ګران هيواد کې رښتيني امن، سولې او پرمختګ ته لاره همواره شي او افغانان د هغه نظام تر سيوري لاندې ( چې له لسيزو راپديخوا يې د راوستلو لپاره مبارزه کړې ده او زياتې قربانۍ يې ورکړې دي) له هوسا او سوکاله ژوند څخه برخمند شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx