ټولنیزه برخه

د فکري یرغل نښې نښانې

مولوي محبوب شاه ساجد

هو فکري یرغل خورا مرموز او مخفیانه خپل کار کوي، دومره خطرناک او مخفي چې ته به یې په خپل خطرناک جال کې را ګیر کړی یې خو ته به یې نه محسوسوې.

– فکري یرغل دادی چې تاته به دوست ، دښمن او دښمن دوست ښکاري.

– فکري یرغل دادی چې د فزیکي یرغلګر په وړاندې به بې تفاوته یې حتی مرستندوی به یې وي.

– فکري یرغل دادی چې مفاهیم بلکل بر عکس او هر څه سرچپه سي.

– فکري یرغل دادی چې غلامي به آزادي ، حُریت او استقلال درته ښکاري.

– فکري یرغل دادی چې غل، خائن، قاتل، رهزن، رشوت خور ، شرابي او…درته قهرمان او اډیال ښکاري، خو مومن، متقي، مخلص ، امانتدار ، وطندوست ، او دین دوست به درته خائن او جاسوس ښکاري.

– فکري یرغل دادی چې د وطن مینه او وطن ته خدمت به دې نمایشي وي.

– فکري یرغل دادی چې د خپل تاریخ او تاریخي ویاړونو څخه به بلکل ناخبره یې.

– فکري یرغل دادی چې په ناسته ، ولاړه ، جامه ، رفتار ، کلتور او عنعنه کې به د غرب مقلد یې او د بیزو په شان به پردي اکټونه کوې.

– فکری یرغل دادی چې یوازې به د مادیاتو او خپل ځان په هکله فکر کوې، یو بې احساسه او بې مسئولیته انسان به یې.

– فکری یرغل دادی چې په قومي، ژبني، سمتي او حزبي تعصباتو کې به تر ستوني غرق یې.

– فکري یرغل دادی چې د اسلام ، مسلمانانو د حالاتو په هکله او د اسلامي شعائرو په هکله به سخت بې تفاوته یې.

– فکری یرغل دادی چې د ژوند په ټولو برخو کې به د پسونو پشان یې، هر بې دینه ، بې هویته ، بې مور او بې پلاره چې په هر غولونکي نوم په مخه کړې بس تا سر ټیټ نیولی وي.

– فکری یرغل دادي چې د غلام په شان تر آزادۍ، خپل نس او ډوډۍ درته مهمه وي.

– فکری یرغل دادی چې ستا ټول فکر، نظر او تحلیل د رسنیو په کنټرول کې وي، د ځان لپاره مستقل تحلیل او نظر ونلرې.

– فکری یرغل دادی چې درسونه یوازې د سند د لاسته راوړلو لپاره ووایه تر کوم ځای وظیفه اشغال کړې او ښه معاش ولرې.

– فکری یرغل دادی چې د ظالم ظلم ته دې سر ټیټ کړی وي.

– فکري یرغل دادی چې بې کفایت ترینه او مفسد ترینه اشخاص درباندې حاکمان وي او ته د غوړه مالۍ او چاپلوسۍ پرته بل کار نه لرې.

– فکري یرغل دادی چې د حق ویلو څخه ځان عاجزه ګڼې.

– فکری یرغل دادی چې دغه پورتنۍ خبرې دروغ درته ښکاري او زړه ته دې نه لویږي.

– فکري یرغل دادی چې ځان د دغو ناخوالو د اصلاح کولو څخه عاجز ګڼې.

فکري یرغل ښکر او لکۍ نلري همدا يې نښې او علامې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Omair mustafa

Ma shah Allah Behtareen dars dai. Allah d leekwal ta ajar war kree

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx