افغانستان

دولتي الوتکو په غزني ولایت کې یو جومات په «شهادت» رسولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د دولتي الوتکو په هوايي بریدونو کې یو جومات په «شهادت» رسېدلی او ۴ تنو لمونځ کوونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دا پېښه پرون ماسپښين د غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ په «سیدانو» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې دولتي الوتکو په سیمه کې د خلکو په کورونو او «شهید» شوي جومات درنه بمباري وکړه.

سرچینې وايي، په دغه هوايي برید کې د جومات ترڅنګ د عبیدالله په نوم یو ملکي کس «شهید» شوی او ۳ تنه نور ټپیان دي.

د طالبانو ویاند ذبیــح الــله مــــجـــاهـــد هم د یو ټویټ په کولو سره دغه پېښه تایید کړې او بشري جنایت یې بللی دی.

https://twitter.com/Zabehulah_M33/status/1335427076451602432

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو په ولسي خلکو او عامه تأسیساتو «ړندو» بمباریو او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړې شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ته طالبه د یوه کس لپاره لس ګونه کسان د ځانمرګی په وسیله وژنی نو حکومت له تا څه کم دی.

کمين

طوطي ته د حکومت# بايد د حکومت پر ځاى و#، تاته مقدسات څه مهم دي، تاته د بيګنا انسانانو مرګ څه مهم دى ته خو د خپل بادار و اعمالو ته د درواغو په ويلو پرتوګونه ګنډې. د بل چا عمل خو ستا لپاره جواﺯ نسي کيدلاى. ﺯه په يقين سره وايم چي د اخرت په ورځ به ددې کسانو بيرغ ستا سره وي، انتظار سه.

طوطی

کمین ته: ما ته الحمدالله مقدسات مهم دی خو چی هغه څه پکی اجرا شی چی پیغمبر (ص) پکی کړی دی نه داچا هلته پکی د انسان د وژلو لپاره پلانونه طرحه شی. د بیګناه انسانانو مرګ هغه چا ته مهم ندی چی وژنکو ځانمرګو او حکومت په پټو سترګو بمباریو ته لکی ښوروی. د دی کسانو بیرغ (د کافرو بیرغ) به د قیامت په ورځ هغه چا سره وی چی ورسره یی توافقات امضاء کړی که حکومت دی او که طالبان. مونږه بی غرضه بیدفاع خلک یو چی له دواړو طرفو څخه زورول کیږو هم مو حکومت وژنی او… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx