افغانستان

د اشرف غني د فرمان له مخې ۸ ولایاتو ته ښځینه مرستیالانې ټاکل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د اشرف غني د فرمان سره سم یې اتو ولایاتو ته ښځینه مرستیالانې ټاکلې دي.

د روان کال چنګاښ میاشت کې د کابل حکومت مشر اشرف غني اعلان کړی ؤ، چې په حکومت کې د ښځو د ونډې زیاتولو په موخه به هر ولایت لپاره یوه یوه ښځینه مرستیاله د ځانګړو معیارونو له مخي ګوماري، چې په خبره یې دا پروسه به په ۳ میاشتو کې سرته رسوي.

اوس تازه د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې خبر ورکړی، چې د اشرف غني د فرمان مطابق یې:

 ۱ـ زرغونه شیرزاد د بادغیس ولایت ټولنیزې مرستیالې

۲ـ برښنا شیرزۍ د کونړ ولایت د ټولنیزې مرستیالې

۳ـ زاهده فیضان د نورستان ولایت د ټولنیزې مرستیالې

۴ـ مریم رحماني د زابل ولایت د ټولنیزې مرستیالې

۵ـ هوسۍ اندړ د غزني ولایت ټولنیزې مرستیالې

۶ـ برښنا صافۍ د لغمان ولایت د ټولنیزې مرستیالې

۷ـ روح ګل خیرزاد د نمیروز ولایت د ټولنیزې مرستیالې

۸ـ او بیاتي سلیمي د کاپیسا ولایت د ټولنیزې مرستیالې په ټوګه ټاکل شوې دي.

د کابل حکومت د مشر اشرف غني د فرمان له مخې به د هېواد ۳۴ ولایاتونو د والیانو لپاره یوه یوه ښځینه مرستیاله ټاکل کیږي، دا کار په ځینو ولایاتو کې ترسره شوی او پاتې نورو ولایاتو کې هم د پلي کېدو په حال کې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدګل اغابنوری

اشرف غنی لمړی باید دهرولایت په دفترکی زیږنتون ( زایشګاه ) اواریشګا (دفیشن خونه ) په تشکیل کی منظوره کړی وای ؟ اوبیائی ورته میرمنی مرسیالی لیږلی وای ؟ داځکه چه امنیت خراب دی دښځوتګ راتګ سټونځمن دی ،نومشکلاتو دحل لپاره داتشکیلات اړمن دی ؟ والسلام .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx