دیني، سیرت او تاریخ

ولې د نصرانیت یا مسیحیت خلاف څه نه لیکو؟

مولوي محبوب شاه ساجد

یو مخلص ورور يوه ویډیو راولیږله چې کوم کس په فارسي ژبه مسیحیت ته دعوت کوي او په فيسبوک کې تور هم داسې پاڼې شته چې په پښتو ژبه نصرانیت ته دعوت کوي او اندیښنه یې دا وه چې موږ ولې د دوی خلاف مبارزه نه کوو؟!

زما نظر او تبصره به په لاندې څو کرښو کې:
د مسیحیت د ترویج لپاره دلته زمینه ډیره لږ مساعده ده نسبت نورو اسلامي هیوادونو ته، ځکه افغانستان کې په تاریخي لحاظ مسیحیان ډیر لږ پاتې سوي دي او بل دا چې افغانان د یو څه بې علمۍ سره، سره بیا هم الحمد لله خپلو دیني اعتقاداتو ته ډېر ژمن وه او دي.

مسيحي مبشرین اکثراً د استعمار سره مخکې او وروسته ملګري وي، خو افغانستان کې الحمدلله د افغانانو د جهاد په برکت دوه ځله انګریزانو دا موقع پیدا نه کړه چې دلته مسیحیت خپور کړي.

– د بطلان په لحاظ تحریف سوي مسیحیت دومره په خام تار تړلی مذهب دی چې د ډیرو لږو عقلي او نقلي دلایلو په وړاندې یې ماڼۍ نړیږي او میدان پریږدي، دومره خرافي، د عقل او منطق نه خلاص عقاید او لارښوونې یې دي چې حتی یو عادي مسلمان چې لږ ډیر د خپل دین او عقایدو په هکله معلومات ولري، فورأ یې رد کولای شي.

د مسیحیانو شمیر ولې ډیر دی؟
شاید څوک پوښتنه وکړي چې د مسیحیانو شمیر ولې ډیر دی؟ ، نو جواب دادی چې د مسیحیت تر شا د خورا سترو استعماري قوتونو لاس دی او دغو سترو قوتونو کلیسا ته خورا ډیر مادي امکانات برابر کړي دي چې مسیحي مبشرین یې د آفریقا او ځینو آسیایي غریبو او بې علمه هیوادونو کې د بشري مرستو تر چتر لاندې د مسیحیت په نشرولو مصرفوي، یو آفریقایي لیکوال وایي:
(هر کله چې د پاپ او کلیسا مبشرین آفریقا ته راغلل نو د دوی په لاس کې انجیل و او زموږ سره د آفریقا مځکني منابع تیل، معدنیات او نور وه، خو کله چې دوی بیرته تلل، نو زموږ په لاس کې یوازې انجیل و، خو د دوی سره زموږ ثروت وو چې را څخه غلا یې کړ) یعنې د استعمار په واسطه یې استثمار هم کړو او چور یې کړو.

– د زیاتوالي دوهم علت یې دادي چې تحریف سوي کلیسا یې دین خپلو پیروانو ته حد اکثر نفساني خواهشات روا کړي دي او ددې نفساني خواهشاتو د رواتوب سره آخرت د نجات درواغجنه وعده هم ور کوي ، نو اکثره نفس پرست انسانان خو همدا غواړي، کوم نفس پرست او جاهل انسانان چې د اروپا څخه د باندې دي هغوی بیا د اروپا د ویزې په خاطر همدا کار کوي دحق او باطل ډېر خیال نه ساتي.

– پورتنیو دلایلو ته په پام سره اکثراً علماء دلته دغه قضیی ته ډیره توجه نه کوي، البته دلته شل کاله مخکې د اشغالګرو قواوو د راتګ سره سم، ځینو مؤسساتو او انجیوګانو د نصرانیت دعوت پیل کړ چې یو څه کار یې هم متأسفانه کړی دی خو بیا هم ډېر نه دي خو دا ټول ددې معنا نلري چې دا قضیه دې بلکل عادي وګڼل سي، ځکه اوس هم مخفي کړۍ همدا کار په مرموز شکل باندې کوي چې باید علماء او دعوتګر ورته بیدار وي چې د دوی له جملې څخه اوس وخت فسبوک کې محترم عبدالغفار جبیر صاحب او نور ملګري دغه قضيې ته متوجه دی الله تعالی دی ستر اجر ور کړي.

او بله خبره داده چې د اسلام دښمنانو دلته د مسیحیت د تبلیغ پر ځای پر فکري جګړې باندې ډیر تمرکز کړی دی چې دا کار یې خورا ډیر خطرناک دی او باید علماء کرام فکري جګړي ته ډیر زیات متوجه و اوسي.

څه باید وکړو!؟
دلته لویه خبره داده چې علماء کرام او دعوتګر په ګډه او اتحاد سره خلکو ته د دین صحیح فهم ورکړي او ددین د صحیح فهم قضیه ډیره جدي وګڼي، د دین د نشر او فهم ټول مشروع او ممکنه وسایل وکاروي ، هر کله چي خلک په خپل دین باندې ښه پوهیږي او دا پوهاوی ښه عام سي، نو د باطلو افکارو او ادیانو مخه اتومات په خپله نیول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx