افغانستان

طالبانو بدخشان لپاره د خپل والي د وژل کېدو خبر رد کړ

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې هغه خبرونه بې بنسټه وبلل، چې تېره ورځ يو شمېر رسنيو د دولتي چارواکو له قوله ليکلي و، چې بدخشان لپاره د طالبانو والي مولوي فيصح الدين د دولتي ځواکونو په عملياتو کې سره له خپلو ملګرو وژل شوی دی.

مجاهد زياتوي، چې مولوي فيصح الدين اوس هم د حکومت او بهرنيو عسکرو پر ضد په خپلو کارونو بوخت دی او هيڅ ډول زيان ورته نه دی رسيدلی.

مجاهد وايي، چې د حکومت له لوري د نوموړي د وژل کېدو خبر د حکومتي چارواکو د لوېدلي مورال نښه ده او دې سره د خپلو عسکرو د حوصلې د لوړولو کوښښ کوي.

مجاهد له رسنيو هم جدي غوښتنه کړې، چې د ژورنالېزم اصولو ته په کتو بايد رسنۍ د داسې خبرونو د خپرولو په اړه اړوند جهت سره اړيکه ونيسي او د خبر د کره والي کوښښ وکړي.

د طالبانو وياند پر رسنيو نيوکه کړې، چې د دوی پر ضد او د حکومت په ملاتړ له هر ډول پروپاګنده کار اخلي.

د يادونې وړ ده، چې بدخشان د هېواد شمال کې هغه ولايت دی، چې يو شمېر ولسوالۍ يې د طالبانو واک کې دي او نورو ګڼو ولسواليو کې پراخ عمليات او بريدونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x