افغانستان

طالبانو غزني کې ۳ تنه مسلح اربکیان په داسې مهال وژلي چې مسافر یې لوټل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې طالبانو ۳ تنه مسلح اربکیان په داسې مهال وژلي چې مسافر یې لوټل.

سیمه ییزې سرچینې وايي، دا پېښه دوه ورځې وړاندې د غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند د جغتوــ خوګیاڼو پر لویه لار هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې ۳ تنه مسلح اربکیان له مسافر وړونکو موټرونو څخه د غلا په موخه راوتلي وو او د طالبانو له سیارې ګزمې سره مخ شول.

د سرچینو په خبره طالبانو د دغو  اربکیانو له وژلو وروسته د هغوی جسدونه د خدمت کارتونو سره یوځای د سره صلیب کمیټې ته سپارلي ترڅو یې وارثانو ته ورسوي.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده هم دغه پېښه تاییدوي؛ خو ادعا کوي چې په وژل شوو کسانو کې یو سیمه ییز پولیس(اربکی) او دوه تنه نور عام خلک وو.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان سیمه ییز پولیس(اربکیان) د لارې شوکولو او مسافرو لوټلو پرمهال وژني، بلکې تردې وړاندې په فراه، هلمند او یو شمېر نورو ولایاتو کې هم طالبانو د دولتي عسکرو په هغو پوستو بریدونه کړي، چې د لویې لارې مسافر شوکوي او ځوروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

افرین

غمی خان او طوطی خان او اصحابهم ته د زړه له تله تسلیت وایم چې د شل کلنو لاسته راوړتو درې تنه وارث او پاسبان ګلونه یې ورېژېدل.

طوطی

یی غوربندیه # دی شین شه: طوطی خو د اربکیانو او د غلو په وژلو او نیولو خوشحاله کیږی. فکر دی په ځای ده او که نه؟ الله د اول ماته او بیا تاته هدایت وکړی.

طوطی

زما له طرفه غټ آفرین: د غلو او د رهزنانو نیول او وژل نه تنها زما بلکه د ټول ملت د خوښی سبب ګرځی. که ووایم چی حکومت له الف تر یا ټول غله دی ممکن چی ریښتیا به می ویلی وی. الله مو کار په دولتی ادارو کی مه بنده وه. او الله د غوربندی صیب ته هم هدایت وکړی چی زه یی درست نه یم پیژندلی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x