نظــر

«صالح» تروریست!

ډاکټر عطامحمد رحیمي

د تروریزم لپاره لوېدیځ یو تعریف لري او ختیځ يې بیا جلا تعریفوي، خو په مجموع کې داسې تصورېږي چې په قصدي ډول د ملکي او بې ازاره وګړو وژنه تروریستي فعالیت دی، د همدې تعریف پر اساس د جمهوریت په منځ کې د ډاکټر غني ښی لاس امرالله صالح یو داسې تروریست دی چې په وروستیو دوو کلونو کې يې خورا خونړي بریدونه کړي او ګڼ مخور يې ترور کړي دي.
دا ادعا یوزاې د اوازې تر بریده نه ده؛ بلکې ټول دولتي پرسونل چې په امنیتي برخه کې کار کوي پر دې راز پوی دي او حتی ځينو يې د ځان د خوندیتوب لارې چارې هم لټولې دي، ځکه د دوی په نظر صالح د «روند سبز» له لارې هر هغه څوک ټارګيټ ګرځوي چې یا يې د شخصي یا هم سیاسي ګټو پر وړاندې خنډ کېږي.

د صالح لپاره د خنډ کېدو یو معیار دا هم دی چې که څوک د سولې طرفداري کوي، باید وویرول شي یا نهایتاً ووژل شي، ځکه چې صالح سوله د طالب حاکمیت بولي او هغه پرلپسې ویلي، چې له طالب سره جوړجاړی نا ممکن دی، ځکه ګټې يې خطر کې کېږي او یا هم له منځه وړل کېږي، پر همدې پلان د تېر ۱۳۹۸ش کال په ژمي کې صالح له خپلې تروریستې ډلې سره مخفي جلسې درلودلې چې مذهبي، قومي، فرهنګي، علمي او حتی دولتي هغه اشخاص چې د سولې لپاره منډې ترړې کوي باید هدف وګرځول شي.

د امرالله صالح د تروریستي ډلې له مخفي جلساتو وروسته، د مرکز کابل په ګډون په بېلابېلو ولایاتو کې خونړۍ پېښې وشوې، مرموزې چاودنې او بریدونه وشول، چې کله کله يې مسؤلیت د «روند سبز» مستعار نوم «داعش» پر غاړه اخلي او کله بیا خاموشانه پاتې کېږي، په دې پېښو کې د ملکي عامو تلفاتو تر څنګ مشهور دیني علما ډاکټر یوسف نیازی، وحید مژده، مولوي صاحب مفلح، دوکتور عبدالباقي امین… ترور شول او پر ګڼو نورو د ترور بریدونه يې له رسوايۍ او ناکامۍ سره مخ شول.

زه پخپله د ولایت په هغه جلسه کې شریک وم، چې تېر ژمی زموږ امنیتي مسؤلینو له همدې بریدونو د ځان ساتنې په موخه برابره کړې وه، مسؤلینو مو په واز کومي راته وویل، چې ځينې کړۍ یوازې د دې لپاره چې د سولې روانه پروسه په یوه نه یو ډول له خنډ سره مخ کړي، قومي، مذهبي او حتی دولتي مخور وژني، نو باید له ځانونو سره ډېر پام وکړو، هغه وخت د اوازو له مخې دا کار د امریکايي بلک واټر د داخلي روزل شویو بلل کېده، خو خبره د ولسي جرګې مشر خلاصه کړه!

میر رحمان رحماني، وړمه اوونۍ وروسته له هغه د امرالله صالح تروریستي فعالیتونه بربنډ کړل، چې هغه په نړۍواله غونډه کې د ولسي جرګې وکیلان په فساد کې ښکېل وبلل، میر رحمان رحماني په صریحو الفاظو وویل، چې صالح د «روند سبز» له لارې تروریستي فعالیتونه ترسره کوي او کله چې يې د ډاکټر غني مرستیالي تر لاسه کړي په خورا خلاص لاس له دولتي امکاناتو په ګټې اقدامات کوي.

رسنیو ته د امرالله صالح هغه غږیز کلیپ هم را ووت، چې خپل یو تروریست ته امر کوي، چې هر څوک مو ولید ويې وژنئ، سر يې ماته راوړئ!
د دې تر څنګ پر کوثر روزنیز مرکز او کابل پوهنتون بریدونه هغه تمثیلي حرکات و، چې د صالح تروریزم يې لغړ پر میدان ودراوه، هغه ډېره هڅه وکړه چې د نا مناسبو پرلپسې رسنیزو څرګندونو له لارې د ولس پام په بله کړي، خو نږدې هر وګړي دا درک کړه، چې له میر رحمان رحماني په غبرګون کې رښتیا ویل شوي او «روند سبز» د «داعش» یو بل نوم دی!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

بسم الله الرحمن الرحيم
بارك الله فيك. موافق یم درسره.
د وزیر اکبرخان مینی جامع جومات ملا امام چی د دولتی ترورسیتانو چی شاید صالح د دوی مشر وو او دی، داکتر محمد «اياز» نیازی وو.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx