ټولنیزه برخه

مدرسه که د انسانیت زانګو

ثناءاللّٰه معصوم

مدرسه د انسانیت د تربيه هغه ستر مرکز ده چې د تاریخ په هر پړاو کې یې د جهل د تورتم په وړاندې امت ته د روښنایي لپاره ډېوې بلې ساتلي دي.
مدرسه؛ په ژوند کې بدمرغي په نيکي بدلوي او انسان د بريا تر سرحده رسوي.

مدرسه، د درست بشریت لپاره د سرتاج او د لارښونې یو ښه مشال ده.

مدرسه، ملتونه له هلاکته ژغوري او نړۍ ته د اسلامي علومو د ارزښت سره سره د ژوند د تیرولو معیار او وُصول ور زده کوي.

مدرسه؛ غافل زړونه الٰهي احکاماتو ته هڅوي او د قران د تطبیق او احکامتو د پلي کولو بهترینه مرجه ده.
مدرسه؛ داسلامي امت د دفاع هغه ستر سنګر دی چې همیش یې امت له هلاکت څخه ژغورلی دی.
مدرسه د نجات هغه کیشتۍ ده چې د طوفاني انقلاب په توندو څپو کې یې مؤمنې پرګنې د طوفان له څپو څخه ژغورلي دي.

هوکې ؛؛؛ !!!
د مدرسې له ظاهري نوم سره د سړي ذهن ته د خړې خټېنې ودانۍ یو انځور راځي، زده کونکي یې د فقر او غربت تر څنګ د نړۍ له ډیرو اسانتیاوو څخه بې برخې ښکاري.

مدرسه د علم او نور هغه چینه ده چې سر چینه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د یارانو له صفیې څخه اخیستل کیږي.

د نبي کریم ص د صفیې د یارانو هغه اوصاف چې د تاریخ زرینو پاڼو له ځان سره ساتلي د مدرسې د هر طالب په ارواحو کې راګرځي.

اصحاف الصفه د مبارکو اصحابو هغه ټولی وو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مینه یې د ژوند رنګینیو ته شاه ګرځولې وه، دوی ته د ژوند اهداف معلوم وو دوی د ژوند مقاصد په پوره معنا درک کړي وو.

دوی په تن لوڅ په ګیډه نهار او د ژمي او اوړي سختو څپو د مسجد نبوي له څنګ څخه لرې نکړل.
دوی نه یوازې دا چې د الله له رسول څخه علم زده کړي او نورو ته یې ورسوي بلکې د اسلام مبارکه رڼا یې د نړۍ تر اُفقه ورسوله.

دوی که په ظاهره د نړۍ ورسته او پاتې خلک بلل کیدل خو وخت راغی د نړۍ لوی لوی قوتونه یې په غیږ کې مات شول.

دوی اُمت ته دا درس پریښود چې نړۍ که په ظاهره په اسباب ولاړه بریښي، خو باطن کې یو داسې قوت شته چې هر څه بدلولی شي.

دوی د خپلو پاکو وینو نذرانه امت ته په داسې حساس وخت کې پیش کړه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر څنګ د ګوتو په شمار څو ملګري وو،
د اسلام او د کفر په لومړۍ لویه غزا (بدر) کې صفوان بن بیضاء، سالم بن عمیر، حارث بن نعمان النصاري،خریم ابن فاتک الأسدي،خبیب بن یساف رضي الله عنهم د اصحاب الصفه هغه طالبان وو چې امت ته یې د قربانۍ لاره خلاصه کړه او د الله د رسول په اتباع کې د قربانۍ بنیاد کېښود.

تاریخ د قربانۍ نوی باب پرانیست امت ته یې دا محفوظه کړه چې مدرسه د اسلام د ټولو احکاماتو د ترویج لپاره بهترین او ریښتونی مرکز ده.

تاریخ په هر قرن او هره پیړۍ کې خپلې پاڼې او بابونه د مدرسې له انګړه د یو نومیالۍ په کارنامو منور او مزین ګرځولي دي.

د اصحابو له زمانې تر اوسه امت د دغو سترو محسینانو پوروړی ده، کله هم چې اسلامي امت د جهل او ظلم څپو په مخه کړی وي الله ج د مدرسې له غیږ څخه د امت د نجات فریشتې پیدا کړي وي.

د یو داسې ځای چې بنیاد یې د لومړي ځل لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم ایښی وي طالبان یې صحابه او استاد په خپل د الله رسول وي د داسې لوړ نسبت لرونکي خلک هیڅکله د ګمراهي په لور قدم نشي کېښودلی.

هغه چاته چې غواړي د دې مبارک نسبت په طلایي تار کې ځان راولي او د اصحاب الصفه د لارو لارویان شي، د مدرسې د یو طالب العلم په حیث څو توصیې کوم.
لومړی: باید له هر څه نه مخکې یو طالب د خپل نیت اصلاح وکړي، نیت باید داسې برابر کړي چې د هیڅ دنیایي نفع شبهه ورکې پاتې نشي.

دویم: طالب العلم باید د مدرسې، کتاب، استاد او د علم په پوره معنا احترام او ادب وکړي تر څو یې په علم او ژوند کې الله ج ورته برکت واچوي، ځکه هغه علم چې ادب ورسره نه وي انسان له لوی هلاکت سره مخ کوي.

دریم: په ټولنه او جامعه کې باید د مدرسې طالب داسې ژوند وکړي چې خلک یې په نیکي سره مثال وګرځوي، خپل لباس، اخلاق او د ټولنیز ژوند عادتونه یې باید دومره د صحابوو په قدم برابر وي چې په لیدلو یې خلکو ته د صحابوو تاریخ ور یاد شي، هسې نه، خدای مکړه د طالب د لمن تور داغ سره د مدرسې په لمن داغ جوړ شي او د علم پاکه سلسله د خلکو په اذهانو کې د اشخاصو له وجهې سپکه شي.

څلورم: د مدرسې طالب به د علم د زدکړې پر وخت له هر رنګ تکالیفو ( لوګه،تنده او …) د ژوند له نور سختو پړاونو سره سره د علم په لاره استقامت کوي، ځکه علم داسې نعمت نه دی چې څوک دې په راحت سره لاسته راوړي.

پنځم: طالب به د خپل ځان فریضه ګڼي چې د علم تر زدکړې ورسته به علم تر نورو رسوي او الٰهي احکامات به په هیڅ نوعه سختي کې هم شاته نه غورځوي.

شپږم: تر ټولو مهمه داده چې طالب به له ټولو ګناهونو ځان ساتي ځکه علم د الله ج لوی نعمت ده او له ګناه کولو سره د علم برکت له منځه ځي.

دا هغه څو نمونې وې چې طالب د مدرسې د پاک نسبت په طلایي امیل کې له ځان سره شریکوي، او د اصحاب الصفه په نقش او د دوی په لاره یې روانوي.

کله چې هم طالب هغه حدود وپیژني کوم چې د شریعت له مخې ورته معیار شوي نو په خپل ژوند کې به ډیر زر بدلون وویني، او د مدرسې د پاک نسبت په خوند به پوی شي.

ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx