افغانستانسولې اړوند خبرونه

«طالبان روانه میاشت د خپلو زرګونو بندیانو د خلاصون په تمه دي»

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو تر منځ خبرې رواني دي او نسبي پرمختګ پکې راغلی؛ په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر «راس ویلسون» وایي، چې طالبان تمه لري د روانې میلادي میاشتې تر نیمایي پورې یې زرګونه بندیان له زندانونو خلاص شي.

یک تلویزون د ویلسون له قوله لیکلي، چې طالبان له امریکا سره د کړي تړون مطابق تمه لري چې د روانې میلادي میاشتې «ډسمبر» تر نیمایي پورې یې ۷۰۰۰ بندیان له زندانونو خلاص شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې ښایي د امریکا نوې اداره هم د افغانستان په اړه د امریکا پخوانۍ پالیسي تعقیب کړي او په دې برخه کې کومه ځانګړې او روښانه پالیسي ونه لري.

د طالب بندیانو د خلاصون په تړاو خبرونه داسې مهال دي، چې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټيم تر منځ په دوحه کې د سولې خبرې روانې دي او له اوږدې مودې وروسته په دې وروستیو ورځو کې دواړو لورو د ناستو په یوه طرزالعمل هم هوکړه کړې ده.

د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون مطابق باید د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو سره هم مهاله د پاتې طالب بندیانو د خلاصون په اړه کار پيل شي.

تېره ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» هم دوحې ته رسېدلی و او هلته یې د طالبانو د سیاسي دفتر له رییس او سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند»، د طالبانو د مذاکراتي ټيم له مشر «شیخ عبدالحکیم» او نورو غړو سره د بندیانو د خلاصون او له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو په اړه خبرې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx