نړۍ

ټرمپ لا هم خپلې بريا ته هيله‌من دی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امريک ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۳م نومبر په  ولسمشريزو ټاکنو کې له ناکامۍ وروسته يو ځل بيا هيله ښکاره کړې، چې دی لا هم د ولسمشريزو ټاکنو بريا ته هيله‌من دی.

په جورجيا ايالت کې د مشرانو جرګې «سنا» لپاره د جمهوري پلوه دوو نوماندانو د بريا لپاره ټرمپ خپلو پلويانو ته په وينا کې دا هيله څرګنده کړې ده.

راتلونکې جنوري کې د مشرانو جرګې ټاکنې دي او هلته به پرېکړه کېږي، چې پر سنا به د چا واک وي.

د جورجيا ايالت د سنا څوکۍ جمهوري پلوو او ډيموکراټانو ته د مشرانو جرګې اکثريت ورکولی شي.

ډيموکراټان او جمهوري پلوه دواړه پر مشرانو جرګې د واک ټينګولو لپاره هڅې کوي.

ټرمپ يو ځل بيا په ولسمشريزو ټاکنو کې د ماتې له منلو نټه کړې او خپل سيال جوبايډن يې په درغلۍ تورن کړی دی.

په جورجيا ايالت کې هم ټرمپ ماتې خوړلې او له ۱۹۹۲ کال راهيسې دا لومړی ځل دی، چې ډيموکراټ نوماند له دغه ايالته بريالی کيږي.

ولسي غونډې ته له وينا مخکې ډونلډ ټرمپ په خپل ټويټ کې د جورجيا پر والي نيوکې وکړې او پر هغه يې فشار راوړی، چې د جوبايډن د بريا مخه ونیسي.

ټرمپ تېره ورځ په غیر مستقيمه توګه خپله ماتې منلې وه او زياته يې کړې وه، چې کېدای شي په لنډ وخت کې بهرنۍ تګلاره بدله شي، ځکه چې ډيموکراټ ولسمشر راروان دی، خو نن يې يو ځل بيا ويلي، چې بايډن په ټاکنو کې درغلي کړې او که بې پرې څېړنې وشي، دی به ګټونکی شي.

جوبايډن د ټاکنيزو کالجونو ۳۰۶ رايې ګټلي او ډونلډ ټرمپ د ۲۳۲ رايو په ترلاسه کولو ناکام شوی، خو نوموړی لا هم د ټاکنو د پایلو منلو ته نه دی تيار.

د امريکا د قانون له مخې بايد نوی ټاکل شوی ولسمشر بايد د جنورۍ په شلمه د سپينې ماڼۍ واک ترلاسه کړي او د دې لپاره تياری هم روا دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Haha, Mr. Dump is dreaming a lot.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx