افغانستانسولې اړوند خبرونه

محب: د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دولتي ځواکونه تر فشار لاندې کېږي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د امریکا متحده ایالاتو له افغانستانه د خپلو زرګونو ځواکونو د ایستلو هوډ کړی، د کابل حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» وایي، که بهرني ځواکونه له هیوادوه ووځي په دولتي ځواکونو به فشار زیات شي.

محب چې په بحرین کې يې د امنیتي کنفرانس تر پای ته رسېدو وروسته یې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې دولتي عسکر لا هم د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ ته اړتیا لري او که چېرې هغوی له افغانستانه ووځي دا به پر عسکرو باندې فشار زیات کړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې که له طالبانو سره سوله وشي، حکومت به د داعش پر ځپلو تمرکز وکړي.

ورته مهال محب د بحرین د ستراتيژیکو اړیکو په یوه مرکز کې د وینا په مهال ویلي، چې حکومت هڅه کوي د افغانستان جګړې ته یوه حل لاره ومومي او طالبان هم په واک کې ورګډ کړي تر څو ټول افغانستان په حکومت کې ځان وویني.

د محب له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو-امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او زرګونه امریکایي او ناټو عسکر خپلو هیوادونو ته ستانه شوي.

د یاد توافق په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د څوارلس میاشتو دننه «د راتلونکي کال تر می میاشتې پورې» له افغانستانه ووځي.

د امریکا ولسمشر هوډ کړی چې د نوي کال د لومړۍ میاشتې تر نیمایي پورې افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Talib Jan has been receiving support from Almighty Allah and it does not end, but Mohib Jan was receiving it from NATO
Even during the support of NATO, Mohaib Jan could not make it and now as they are leaving the country, Mohib Jan is worried

Good luck Mohib Jan, see you back in the States all of your girlfriends are waiting for you. Make sure you shave your face otherwise you may look like Muslim too

طوطی

# محب: تا غوند # نن سبا د خلکو د بچیانو په وینو حکومت کوی. همدا اوس تر فشار لاندی دی، فشار یی لا څه معنی. ټول مو له غ# سره برابر کړی ستاسو ## یی څه پروا لری. زه حیران دیته یم چی دومره د ممی او ډډی ځامن له کومه شول چی ټول ارګ یی نیولی دی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx