ورزش

د يو ورځنيو بدل هند په شل اوريزو کې له استراليا واخيست

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۷ ليندۍ، ۱۳۹۹ل): د استراليا او هندوستان کرکټ لوبډلو ترمنځ له يو ورځني سيريز وروسته هند لوبډلې په شل اوريزو سياليو کې استراليا ته په پرلپسې دوه لوبو کې ماتې ورکړه.

استراليا له هند لوبډلې څخه د درې يو ورځنيو لوبو سيريز په ۲-۱ ګټلی و چې په شل اوريزو کې هند خپل بدل واخيست او په پرلپسې دوه برياو يې سيريز په خپل نوم کړ.

په دوهمه لوبه کې استراليا لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۴ منډې جوړې کړې، ددوی له لوري ميتيو ويډ ۵۸ او سټيو سميت ۴۶ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د هند لوبډلې له لوري شيکر دهاون غوره پېل وکړ، چې په منځ کې ويرات کوهلي او په پای کې هارډيک پانډيا په ۲۲ توپونو ۴۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او لوبډلې ته يې بريا وکړه. دوی ټاکلی هدف په شلم اور کې بشپړ کړ.

له دې وړاندې په لومړۍ شل اوريزو سيالۍ کې استراليا لوبډلې د هند لوبډلې ۱۶۱ منډې هدف بشپړ نشو کړی او په ځواب کې يې ۱۵۰ منډې جوړې کړې. د ياد سيريز دريمه او وروستۍ لوبه به د ديسمبر په اتمه نېټه ترسره شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx