نظــر

اسټرالیایان محاکمه شول؛ د افغان افغان قاتلین به څوک محاکمه کړي!

استاد محمد زمان مزمل

څو موده مخکې عادي اسټرالیایي عسکرو چې افغانستان کې یې د اوسېدو په مهال ترې جنایت شوی و خپلو وجدانونو ځان وژنې ته اړ کړل.

په همدغسې یو تأثر کې د اسټرالیا دفاع وزیرې د خپلو اسټرالیایي هاغو عسکرو محاکمه پیل کړه چې په افغانستان کې یې ملکي بې ګناه کسان کړولي وو او د هغوی په هکله یې له داخل نه ثوابت او شواهد پیدا کړي و.

په همدغسې یو ژور تأثر کې د اسټرالیا دفاع وزیره د تأثر له مخې یوه مریضي حالت ته ننوتله.

منم چې د اسټرالیا حکومت هاغه ورځ پوره غور ونکړ چې د بوش په قومنده یې خپل اسټرالیایي فوځیان افغانستان ته د هآغه مظلوم ملت د وژلو لپاره د امریکایانو سره ملګري کړل چې افغانانو نه مستقیم او نه بالواسطه د امریکا د یوولسم ستمبر په پېښه کې نه رول او نه حضور درلود.

ولې که د افغانستان د هاغه مهال جګړو د مجاهد مجاهد جګړو، د مجاهد طالب جګړو ته وروګورو نو د افغانستان د هاغه مهال وحشت هم داسې بې ځوابه او بې مداخلې تحول نه و.

بیا هم نن چې د ستمبر پر ۱۱ مه د شل کلن اوږده جنګ په پای کې ټرمپ خپل عسکر باسي او یو طرفه یې باسي او د اسټرالیا مشران خپل جنایت کار فوځیان محاکمې ته سپاري، په دې بدبخت هېواد کې د څلوېښتو کلونو جنایتکاران نه د امریکا د لښکرو غوندې څوک باسي او نه یې د اسټرالیایي جنایت کارو فوځیانو په شان څوک محاکمې ته کش کولی شي.

یو استرالیایي وجدان لرونکی عسکر پخپل جنایت خودکشي کوي او یو باوجدانه وزیره دفاع یې علی الاقل د جنګي جرمونو مرتکبین محاکمې ته سپاري، وایه د افغان له سیاستمدار او وایه د افغان فوځي جنایتکارو چې نه یې د خپلو هېوادوالو په وژلو سترګه لمده شوه، ځان وژنه خو پرېږده او نه یې د سیاسي او نظامي جنایتکارانو خوا د خپلو افغانانو په مرګ او ژوبله مړه شوه ،بلکې تر دې ډېره ننګینه او شرمیدلې پکې دا ده چې د بهرني قاتلو فوځیانو په وتلو خفه دي او جوبایډن په راتلو کې ددغو بهرنیانو قاتلانو د پاتېدو چانس لټوي او د هاغه په راتګ خونړی پال نیسي.

زمونږ زیات سیاستمداران د جنګي ټیټ تهذیب له مخې اول د بهرنیو استخباراتو مامورین دي او بیا د برمته او مظلوم ملت په سیاسي ټیټ وال سټریټ کې سیاست مدار…

ملت ته هم شرم ده او دوی ته به څه ووایې چې وجدان نلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx