نظــر

استاد سیاف؛ او پردي دیوال ته ناست افغانستان!

استاد محمد زمان مزمل

استاد سیاف د خبرو استاد:
هاغه مهال چې استاد سیاف د اول ځل لپاره د مجاهدینو د اتحاد مشر شو او د اول ځل لپاره یې د طایف په کنفرانس کې وینا وکړه، استاد پکې د دنیا مشران قانع کړل چې د افغانستان عادلانه قضیه یو هوښیار ممثل لري.

د استاد دغه وینا هاغه مهال په عربي نړۍ بلکې په ټوله اسلامي نړۍ او د اسلامي تحریکونو په سطحه افغانستان د یو بهترین لابي په سټیج ودراوه.

استاد سیاف په همدغه وینا کې ثابته کړه چې هاغه د خبرو استاد دی.

که څوک د استاد د هاغه مهال په خبرو او په اسلامي نړۍ کې د هاغه د مثبت انعکاس او پر ملتونو یې د اغیز او د اسلامي تحریکونو قضایاو د مشرانو د استقبال په اړه د هاغه وخت مراجعو ته ورشي دا به له زړه ومني چې د دغې ژوندۍ وینا او انعکاس په اړه باید د ماسترۍ یا دوکتورا رساله واخیستل شي.

په عربي ژبه د ادبیاتو او لحن له مخې غني اداء په دغه وینا کې او د محتوا او سټایل له مخې د نړۍ د سیاسي ادبیاتو کې د اسلامي تحریک دغسې ازاده وینا پخپل وخت کې یو نوی قدم و، استاد ددغې وینا په بدل کې درې جایزې واخیستې:
اوله جایزه: د ملک فیصل جایزه یې واخیسته.
دویمه جایزه: هاغه وخت مسلمانانو پخپلو زامنو چې دغه مهال ته نږدې زېږیدل د استاد سیاف په نوم ونومول.

درېمه جایزه: دا چې افغاني مشرانو کې استاد د اسلامي تحریک د غړیتوب عضویت تر لاسه کړ.

استاد سیاف؛ یوه نړیواله الګو:
د ۱۳۶۱ هــ ش او ۱۳۶۲ هــ ش کلونه د افغانستان په تاریخ کې د استاد سیاف لخوا د مجاهدینو په مشرتابه کې هاغه ځانګړي کلونه دي چې جهاد پکې نړیوال تمثیل پیدا کړ او د افغانستان قضیه پکې په یو لنډ منزل کې د فلسطین د قضیې او نورو قضایاو په پرتله مخکښ مقام پیداکړ،  بلکې د همدې کلونو په تأثر د فلسطین د ۵۰ کلن مقاومت په زړه کې شهید احمد یاسین د افغانستان له جهاد نه حماس کاپي کړ او په بلا هېوادونو کې د جهاد د حمایې په عنوان کمیټې او موسسات جوړ شول.

په دې کې که د افغانستان دننه د مقاومت ثبات او قربانیو اول کردار درلوده خو د استاد سیاف ښه تمثیل پکې دویم کردار درلود.

زه په داسې حال کې دا خبره کوم چې په دغه کلونو کې زما لپاره د جناب حکمتیار او استاد سیاف دریځونه قدوه دریځونه وو او ددغه دواړو مخکښانو مؤقت تفاهم جهاد او هاغه تمثیل ته بې ساری قوت وباښه او استاد سیاف پکې په لنډه فاصله کې د اسلامي تحریکونو په مینځ کې د یوې نړیوالې قدوې مقام ته پورته شو.

د هاغه مهال استاد سیاف د نني اردوګان په پرتله همدا تفاوت درلود چې استاد سیاف هاغه مهال د اعتماد له مخې د ډېرو هېوادو مشران په ځان راغوند کړي وو که څه هم د کردار له مخې ننی اردوګان خپل ځای لري.

متاسفانه چې په ۱۳۷۱ هــ ش او ۱۳۷۲ هــ ش کلونو کې بدو پېښو زما او نورو دوستانو اعتماد او باور په یوه مشر او په ۱۳۸۱ هــ ش او ۱۳۸۲ هــ ش کلونو کې په دواړو کمزوری کړ د همدې ځایه وه چې د افغانستان د جهاد مسیر پر هاغه شېله منزل وربرابر شو چې نن پکې هر څه باید له صفره ترمیم کړو.

استاد؛ او پردي دیوال ته ناست افغانستان:
استاد سیاف پرون د ملي مصالحې په شورا کې د رهبرانو په ردیف کې یوه نسبتا ژوندۍ وینا وکړه او زه یې ځینې برخو په مؤقت ډول هاغه د طایف تېر کنفرانس وینا ته بوتلم.

استاد سیاف د ایت او حدیث په انتخاب کې د افغانستان د روان تحول د راغلي جذر و مد هر څه خپل لوستونکي ته په یو ښه تصویر کې وړاندې کړل.

استاد په دې وینا کې ډېرو مثبتو اړخونو ته اشاره وکړه خو تر ټولو مثبته پکې همدا وه چې سوله او مذاکرات باید داسې پایلې ونلري چې دا باعزته ملت او دا افغانستان د پردي دیوال سیوري ته کېنوي.

د پردي دیوال په دې پارونکي تصویر کې انسان هاغه اندېښنو ته بوته چې مونږ استاد سیاف، ارګ او طالب پکې باید خپلې اندېښنې شریکې کړو.

کرزي ته د جوبایډن دا خبره چې اسلام اباد مونږ ته تر کابل ۵۰ ځلې مهم ده د امریکا د همدغسې دریځ ابعاد او بیا د جوبایډن په لنډ راتګ کې په ملت دردېدلي افغانان په دې ویره کې اچوي چې مبادا روان مذاکرات د حل په ځای یوې بولۍ او ټیټې معاملې ته وښیول شي او د افغانستان قضیه داسې حل پیداکړي چې مونږ به پکې د مجاهدینو د پېښور د ورځو پشان هر څه د اسلام اباد په مشوره کوو او یا به یې له مشورې تېروو.

افغانان د مبارزې او د مقاومت په صغریٰ او کبریٰ کې ځان هومره ستړی او بې شیمې کړي چې د پایلو او نتایجو په مهال دغه په فرعي مسایلو بوخت افغانان پای د غوږ په ګټلو کې سر بایلي.

د همدې ځایه طالب مشرانو ته لمن غوړوم چې د کلتور او سوچ مسایل د پخلاینې پړاو ته پرېږدي په سیاسي اینډه کې ژور سوچ وکړي، داسې کار ونکړي چې خپل حریف د بېځایه تنګولو په سلسله کې د چا په کور او د چا د الماریو شاته د ولاړو پښو معاملې ته اړ کړي.

ایران له خپلو عربي حریفانو سره همدغسې یو غلط سیاست عملي کړ چې تنګ کړي عربان یې پای له اسرائیلو سره د ابراهام تړون ته اړ کړل.

د استاد سیاف له پردي دیوال نه باید هاغه اندېښنې چې ډیری یې واقیعت هم دي باید په وخت درک کړو.
خو یو څه چې پکې د دغو اندېښنو عملي چاره کولی شي هغه دا چې استاد او نور مشران پکې په دې حساس پړاو کې په یو متکامل ټیم کې ژوندی دریځ ونیسي او سوله همدغسې یو ټیم رهبري کړي چې خپل او پردی دیوال پېژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلیم

(چې جنګ سوړ شو موزی تود شو)
## او پغماني سیاپ ته د شل کلن اشغال په دوران کې دا ور یاده نه شوه چې افغانستان پردي دیوال ته ناست دی، خواوس چې د طالب په سرښندنه، د اشغال خاتمه باوري شوې، افغانستان د خپلواکۍ خوا ته روان دی، د سولې امیدونه هره ورځ په زیاتیدو دي؛
دې جنابانو ته اندیښنې پیدا شوې چې افغانستان پردي دیوال ته کښینستی.
خبره نوره هیڅ نشته، فقط دا ده چې د اشغال سیوري ته پړسیدلی، په پردیو ډالرو روږدی اخوانی اخوندان، کله هم د طالب او ملا وجود نشي زغملی.

A saeed

مشره! په قلم دی برکت سه

عبدالله

ایا د ناتو او امریکایی یرغل مخ کښ مفتی چی د امربکایان مردارول به یی حرام خو د یرغل پر وړاندی دریدونکو مرګ به یی جایز بللو یو الګو استاد شو , دا الګو دی تاته مبارک وی تول ولس یی ښه پیږنی .

Abdul-Rauf Alam

سیاف او د سیاف په شان ډالری اخوانیانو په ۱۳۷۲ کال چې لومړی حساس پړاو وو ، ښه ډیر …… وشیندل او اوس په دی دوهم حساس پړاو د څه شیندلو توقع تری لری؟. ای اخوانیانو! الله ته رجوع وکړی، دا کړیدلی او زوریدلی اوولس نور په کرار پریږدی. دی اوولس خپل خواخوږی مشران ( طالبان) موندلی او همدغه مشران به ئې په فضل د الله ، د خپل دیوال سیوری ته کینوې. تاسو خو دا شل کاله پردی دیوال ته ناست او خپل نیم نړیدلی دیوال د کفارو په مرسته ، ټول ونړاوو. که چیری څوک د سیاف په… نور لوستل »

احمد

مزمل صاحب د داسې خلکو اوصاف بیانوي لکه سیاف … چې هغوی په صفت نه ارزي هغه د دوی ټکی درغلی خیانت چې کوم دوی د هغه ګرم جهاد په موقع کې وکړ له مونږ نه پټ ندي بلکې د ملت له ټولو خلکو پټ ندي البته که په علمی ، ملي ،او ایماني بڼه تحلیل شي تاسو اوس کوښښ کوي چې د هغو په فسادونو پرده واچوي. زه وایم مزمل صاحب دا خلک به پاک نکړي مګر په ځان به خلک شکمن کړي. دهغو مفسده اعمال په دې څو کرښو نشي خلاصیدی د دوی نه جبرانیدونکی خطاوې . یو… نور لوستل »

جمیل

واه!آفرین په دی # او منطق
سیاف اوس خپل او پردی دیوالونه وپیژندل
دا شل کاله یی د پردی استعمار او استثمار سره د کفارو د مفتی رول ادا کړ ، تر هغه دمخه یی د همدی کفارو په غوښته په انارشی کی پوره ونډه واخیستله،د کابل پر پنځو دروازو یی طالبان ځړول ، خو اوس د ستګو تور سو
ای د کفارو ملګریو!
دا ارمان به ګورته یوسی چی سپیڅلی طالبان دی د دین ،هیواد او د ولس د مفسدو او خاینو دښمنانو سره ګډ دولت جوړ کړی

شالو

مزمل صیب! استاد سیاف په دا تیر شل کلن اشغال دوره که ډیر پریوتی رول ادا کړ، نه پو هيژم چه دا نامرده سړی په څومر د وجدان په عداب اخته وی.

هيښ ويښ

داسې ښکاري چې تاسومحترم چې يو مجرب ، عالم او د حالاتو عيني شاهدپاته شوي یاستئ ، د سياف په هکله لکه د نورو تنطيميانو د مشرانو په څېر تر اوسه لا هم يا سم درک نه لرئ او نه مو دي پېژندلي او يا د فاسد مصلحت له پاره ددې مجرمو څېرو د پټولو کوښښ کوئ او د سياف د غوړو خبرو په منځ کې نغښتې زهر او شيطانت يې نه محسوسوئ . جذباتي ، کش کوونکې او د احساساتو د پارونې ويناوو استعداد او هنر چې تر شائې شخصي کولت، ګټې او اغراض تعقيبږي د ټولنې د پاره… نور لوستل »

Abdul-Rauf Alam

ډیر ښه او په ځای ټکول.د پلورونکو خبیثو دوران تیر شو الحمدالله. وخت د صادقانو او نیکانو(طالبان) ده.

غوربندي

هیښ وبښ صاحب

په دې هیله چې مزمل صاحب ستاسو پر ځای نیوکې ته ځواب او وضاحت ووایي.

مزمل صاحب لوی او منلی شخصیا دی اما تنظیمی تمایلات (اخواني رشته) یې پر ټولشموله اسلامي رشته باندې بارزه، غالبه او برلاسي برېښي،،، او د پوهې او تجربې په لحاظ خپل لوی شخصیت په زوره په یوه واړه فکري چوکاټ کې ځایوي.

احمد

مزمل صاحب هیښ ویښ ورور د سیاف او دهغه ګردچاپېره ملګرو او د وخت دتنظیمونو د مشرانو فجایعو باندې تر یو حده تبصره کړي خو ښکاري چې ددې هر یوه ورور تبصره دومره لنډه او خلاصه کړی چې د زړونو له حال سره یی دا په اوړو کې د مالګې اندازه تبصره شوي لنډه دا چې مونږ د ملت خلک یو ولسونو کې ګرځو راګرځو بیا به هغه په اصطلاح جهادی مشران په ولس ونه منلی شي . او ورسره یو څه تعداد نور کثیفان چې د جهادیانو په نامه یی په دې شل کاله هغه لوبې وکړي چې موږک… نور لوستل »

غوربندي

زه هم د مزمل صاحب شخصیت او پوهې ته به بشپړ احترام د دوی دا لیکنه نه شم تقدیرولای.

کاشکی مزمل صاحب د تبصرو له لارې غبرګون وښیي تر څو ورسره بحث او یوې نتېجې ته سره ورسو.

Back to top button
12
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x