افغانستان

د غني او عبدالله په امرونو سلګونه میلیونه افغانۍ له ۹۱ کود څخه ایستل شوې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د اوسني مشر «اشرف غني» او د پخواني اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» په امر د ملي بودیجې له ۹۱ کوډ څخه زرګونه میلیونه افغانۍ په غیر اصولي ډول د شخصي مصارفو، مرستو او انعاماتو په نامه ایستل شوې دي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې موندنې ښيي، چې سلګونه میلیونه افغانۍ د زري موټرونو او اپارتمانونو د پېرلو، د کورونو د کرایو، د سفرونو او میلمستونونو د مصرف، تشویقي انعاماتو، ګوندي غونډو جوړولو، درملنې او  داسې نورو نومونو په غیر اصولي ډول ایستل شوي دي.

د موندنو له مخې، د ۹۱ کوډ یوه ستره برخه د مسجدونو د جوړولو، د لویې جرګې د مراسمو د رابللو، د ملي امنیت د اوپراتیفي کارونو او د قومي شخړو د هوارولو د مصارفو او د خپلواکۍ د ورځې لمانځلو په پلمو ایستل شوې دي او میلیونونه افغانۍ نورې بیا د «پټو مصارفو» تر نامه لاندې په مبهمو نومونو او ادرسونو له ۹۱ کوډ څخه وړل شوې دي.

دغه میلیونونه افغانۍ د اشرف غني د ۱۹۷ او د اجرائيه رییس د ۹۵ حکمونو په اساس د ۲۵ ادارو او بېلابېلو افرادو ته ورکړل شوې دي.

د حکومت له یو شمېر مشهورو چارواکو څخه یوازې ۱۵ تنو یې تر ۱۲۳ میلیونه زیاتې افغانۍ د خپلو شخصي مصارفو لپاره له ۹۱ کوډ څخه ایستلې چې له ډلې یې وحید عمر۳۰ میلیونه افغانۍ، عمر داوودزي ۱۳ نیم میلیونه افغانۍ، فضل محمود فضلي ۱۲ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانۍ، سرور دانش ۵ میلیونه افغانۍ او همدارنګه حامد کرزي بیا د خپل دفتر په نامه تر ۱۱ میلیونه زیاتې افغانۍ اخیستې دي.

محمدافضل لودین، محمدرسول طالب، عبدالغفور لیوال، احمدیوسف نورستانی، سمیع حامد، شاه‌حسین مرتضوي، شهزادگل آریوبی، صدیق صدیقي، فیض‌الله ذکي او غزال حارس نور هغه چارواکي دي چې میلیونونه افغانۍ ورته له ۹۱ کوډ څخه ورکول شوې دي.

همدارنګه اشرف غني او عبدالله خپلو نږدې کسانو ته هم میلیونونه افغانۍ د مرستې په نامه ورکړې دي، چې له ډلې يې عبدالله ۱۷ میلیونه او اشرف غني ۴ میلیونه افغانۍ بخششي ورکړې دي.

دغه موندنې داسې مهال خپرېږي، چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د نړیوالو مرستو د جلب لپاره له فساد سره د مبارزې کمېسیون هم په کار ګمارلی او له نړیوالو سره یې ژمنه کړې، چې له اداري فساد سره به جدي مبارزه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

زه د فضل محمود فضلی دخاله دزوی گاوندی یم دنومړی دخاله زوی دچارو په اداره کی کارکوی په الله می دی قسم وی چه دبیتمال له بودجی په میلونونو افغانی غلا کړی دی رنګارنګ موټران اوکورونه ی اخیستی دی چور اوبیا زانته مسلمان ویل دتعجب وړدی مسجدته تلل او عبادت کول دخندا وړدی الله دی ورته هدایت وکوی

Adam Khan

Talib Jan is coming, let’s take everything out

عبدالمالک همت

دا خو د افغاني غلو د غلاوو يوه کوچنۍ څرګنده سوې بېلګه ده. امريکايي لوی غله بيا د افغانستان د جګړې لپاره د امريکې د خزانې له اختصاص سوو ډالرو څخه تر دې لا غټي او په بېخي ډېرو نومونو، بېخي ډېري او ډول دول غلاوي کوي او له افغانستان څخه هم زموږ ډول ډول کاني توکي، هيروئين او نور په شخصي او دولتي کچه غلا او قاچاق کوي. د افغانستان په جګړه کي د نورو ډېرو بهرنيانو او کورنيو غلو سخت کارونه جوړ او خولۍ په غوړو کي دي. دغه لامل دی چي بهرني او کورني غله په ګران… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x