badakhshan-Snow

لنډۍ او جهادي تاريخ

لنډۍ هغه څه ده چې دزړه درد او خوشحالي په حقيقي توګه دالفاظو په جامه کې نغاړيو لنډۍ زمونږ دوګړو دزړونو ترجمانه ده او تل يې زمونږ له وګړو سره په غم او ښادي کې  اوږه په اوږه ګام پورته کړی دی که چېرته دښادي جرس غږول شوی دی لنډيو بيا هلته وږمې خپرې کړي دي  او دمينانو دزړونو ترجمانه ګرځېدلې ده.او که چېرته کوم يرغلګرپه هېواد تيری کړی دی او تورې پړقول شوې دي لنډيو هم خپل غږ پورته کړی دی او دغازيانو مټې يې لا غښتلې کړې دي لنډۍ دخپل ژوندپه بهير کې زمونږ دټولنې ډيرې ټيټې جګې دځان سره رانغاړلې دي او هره لنډۍ  دخپل وخت زمان چاپيريال او وګړو دکړو وړو هېنداره ده .
راځئ وګورو!
چې لنډيو ترکومه غازيان او سنګر ستايلي دي دجهاد په ميرو کې يې آس ترکومه ځغلولی دی که يې ددنګو دنګو غرونو دپټو مينو رازونه راسپړلي  که يې دپښتنې ټولنې ددودونو او کړو  وړو  انځور ګري کړې ده او که يې دپښتنې پېغلې دخصوصياتو نماينده ګي کړې ده .  ايا داتلانو دتورو خرپا يې هم غوږونه  تخنولي دي  او کنه ؟ او دغدارانو دغندلو جرس يې هم غږولی او کنه ؟
لنډۍ شعر دی او دشعر په ټولګي کې يې هم بيا ځان د   معانيو   په داسې ښايسته جامه سينګار کړي دي  که يې دتاريخ په تله تلې تر ټولو سوچه تاريخي حقائق له ځان سره لري او که دهنر په تله په  يې تلې  ترټولو ښه هنري ارزښتونه يې خپل کړ يدي.
لنډي د ټيکۍ،مصرۍ،ټپه ، اواز،بدلې او سندرې په نامه ياديږي لومړۍ مصرۍ يې ۹ او دوهمه ۱۳ سېلابه وي دلنډيو دزيږيدلو نېټه په دقيقه توګه  نده معلومه ځينې دپوهاند عبدالحی حبيبي د نظر په استناد وايي: لاندينۍ لنډۍ مونږ ته دتاريخ په بار ه کې معلومات راکوي او څه باندې زر کاله عمر لري
چې دخالو لښکرې راغلې
زه به ګومل ته دخپل يار ديدن ته ځمه
ګومل  د(روه) دغرونو په سلسله کې مشهوره دره ده چې دهند دفاتحينو لار پرې راغلې وه ملک خانو يا خالو  دسلطان محمودغزنوی په وخت کې  له مشهورو پښتنو سردارانو څخه وه چې دهند دفتحې په غزا کې له سلطان محمود غزنوي سره ملګری و دلنډيو څېړونکي وايي دالنډۍ تر هغه وروسته  چې سلطان محمودغزنوی په هند کې دفتحې جنډه ودروله  يوې پيغلې دخپل يار لپاره چې هند ته دغزا لپاره تللی و ويلې وه چې دهغې دزړه ښه ترجماني کوي  همدارنګه کله چې محمد جان خان غازي  په ۱۸۷۹م  کال کې دکابل په ښار کې دانګريزانو ددوهم تيري په مقابل کې دمقاومت توغ پورته کړ دهري لوري ورته دعقيدت پيرزوينې وړاندې شوې  دالنډۍ دهغه حالت ښه عکاسي کوي.
محمدجان خان غازي چې راغی
دادوس خان په بمبولئ کې پټېدونه
همدارنګه کله چې په ۱۸۸۰ م کال کې ځوانانو په ميوند کې په انګريزانو ورودانګل او ترډيرو ډغرو وهلو وروسته نږدې وه چې افغانان په شا شي وايي لاندېنۍ لنډۍ وه چې ځوانان يې بېرته جنګ ته وهڅول او افغانان په دې بريالي شول چې دانګريزانو پوزې له خاورو سره ومښي.
که په ميومند کې شهيد نشوې
خدایږو لاليه بې ننګي ته دې ساتينه
لنډۍ زمونږ دپرګنو زړونو ته لار موندلې ده او دهغوئ پټ رازونه يې راسپړلي دي  که کله هم په کليو او بانډو کې دمينې پټ پټوني شوي دي او يا هم په سنګرو کې ځوانانو يرغلګرو ته ګونډې وهلې وي  لنډيو دې پټ پټيو او قهرمانيو ته پخپله غېږه کې ځای ورکړی دی هغه يې دخلکو خولې ته غورځولې ، شور او ځوږ يې جوړ کړی دی او نورو نسلونو ته يې پريښې دي همدا لنډۍ وې چې دروسانو په غم کې يې دخوښۍ اخترونه لمانځل لکه چې ويل شوي دي:
دسکندر چې زړه ترې شين وو
په هغو غرو کې نن روسان په ژړا دينه
دلنډيو يوه ځانګړتيا داده  ددې په خاطر چې دټولنې دعامو خلکو خاصتا دښځو لخوا ويل کيږي  هم الفاظ هم حقائق ډير سوچه پکې پېيل  شوي وي  او داهغه صفت دی چې دادب نور صنفونه يې  په خپل لمن کې له رانغاړلو عاجز دي   دادب دنورو صنفونو يوه نېمګړتيا داده چې  ندي توانېدلي په سوچه او ريښتينې توګه دخلکو زړونو ته لار  ومومي دهغوئ دزړونو دتل ترجماني وکړي خو لنډۍ دا جوهر لري چې دپرګنو دزړونو رازونه  راوسپړي، ښايي يوه پښتنه پېغله هغه مهال چې دژوند ملګری يې دجهاد په لور روانيږې دځوانۍ مستې سلګۍ يې په مخه کړي خو دژړا او خفګان په همدې حالت کې  يې هم دزړه غوښتنه او هيله په غيرت پوښلې وي
ټوټې ټوټې په تورو راشې
دبې ننګۍ اواز دې رامه شه مينه
توروته ژوند کړه چې شا نکړې
ملالې نجونې به پيغور درته کوينه
جانانه ځه په کابل جنګ دی
په اسلام ننګ دی په دښمن وکړه بريدونه
دا هغه پټ راز دی چې دمايوسۍ او خفګان په حالت کې لنډۍ دپښتنې مېرمنې ِله زړه را ايستلی او هغه يې دخلکو خولې ته غورزولی  دلنډۍ متعلق ماته دستر مجاهد دانقلابونو فاتح  مولوي جلا ل الدين حقاني يوه کيسه راياده شوه هغه ويل  دروس ديرغل په وخت دپکتيا په محاذونو کې مونږ پراته وو  زمونږ دجبهې يو پياوړي تکړه قومندان  چې دځدراڼو قبيلې سره يې تعلق وو احمد مشهور په (غدي)  باندې وو دجنګ حالت وو مونږ په سنګرونو کې ژوند کاوو  زه دمجاهدينو په مورچو ګرځيدم  مخابره راسره وه  داحمد (غدي)زړه ته له درد ډکې يوې مصرۍ لاره پيدا کړه  او هغه يې دده له زړه څخه  دخلکو غوږو ته ورسوله  داحمد غدي دافکر نه وو چې محترم حقاني صاحب به  مخابره  اوري  احمد (غدي)په لوړ اواز دا مصرۍ شروع کړه
له مانه پاتې شوې وطنه
که زيړی ګل شې مخ به نه درواړومه
حقاني صاحب وايي زما په زړه کې فکر پيدا شو  چې هسې نه احمد(غدی) شهيد شي دالله تعالی کارونه وو چې جنګ شروع شو  يوه جنازه مې تر سترګو شوه پوښتنه مې وکړه  دا څوک شهيد شوی  چاراته وويل احمد  غدی قومندان(احمد).
همدارنګه هرکله چې دنړۍ ټول کفري طاقتونه زمونږ په ګران هېواد دليوانو په څير راغلل  دتکبر سمندر يې دومره په موجونو وو  چې هيڅ يې په خيال او فکر کې دماتې انځور ځای نه درلود په دومره غرور سره تر افغانستانه راغلل  چې ويل يې : طالبان به ياوژل کيږي  يا به نيول کيږي ، په دنيا کې دژوندحق نه لري له مسلمانانو سره چې کوم وسائل وو  کفارو دهغو دفاعې وسائل هم تيار کړي وو  او له هغو وسائلو څخه يې څو چنده مضبوطه اسلحه هم دافغانانو خلاف راوړه  افغانستان يې په خيالي نقشه کې يوه مړۍ جوړ ه وه  بس دخوراک په اتتظاريې وو  افغانستان ته په داسې حال کې راغلل  چې دظلم سر يې تر اسمانه پورې دنګ وو  دمظلومو افغانانو په وينويې لاسونه سره وه  هرې خواته يې دوينو لښتي جاري کړل  په زرهاوو انسانان يې دوحشت څخه ډکو زندانونو ته په ډير ظالمانه توګه ورواچول  په زرهاوو مسلمانان يې هجرت ته مجبور کړل  دکفارو دا خيال چې څوک موو وژل څوک مو بنديان کړل  او ځينې په تيښته بريالي شول  خو داسې نه وه  دکفارو دافکر بالکل غلط وو ځکه ديوه شاعر طالب جان مروت  يوه په حقيقت پوښلې لنډۍ  دټول افغانستان ترجمانه شوه  دکفارو دخيالي بريا ځواب يې  په څه عجيب انداز کې وکړو :
ته خو به وايې چې مې مړ کړو
ما به دحورو غيږ کې ساه ورکړې وينه
کفارو چې په کومو ظالمانه کړو سره  له وحشت څخه ډکو زندانونو ته اچولي وو  دهغو په ځواب کې لنډۍ بيا  دمسلمان دزړه ترجمانه شوه او دطالب جان له زړه يې دغيرت توري راوويستل :
ستا به دظلم انتها وي
زه يې دعشق ابتداء حسابومه
او کومو خلکو چې په آينده کې کفارو ته دسنګر نيولو اراده وه او په محمدي سنت مطابق يې  له خپل وطن څخه هجرت وکړو  کفارو به ويل  داخلک له مونږ څخه تښتېدلي دي  دا وارلنډۍ په ډير هنر سره دطالب جان له زړه راووته :
تاسي چې ستړي شئ واپس شئ
مونږ واپس کيږو نه دمه درته کوونه.

لیکوال: ښادي خېل

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Shaheed
میلمه
Shaheed

Sallam to the Site Manager,

I would strongly suggest to give more room for LANDAI in this website.

It is a miracle and given to the Pakhto language only. It is a gift from the ALLAH side.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

پسله سلامونو! فقط دوه ټکی عرض شی: لومړی: د ادبی او علمی اړخه عربی ژبه خوږه ترینه، پراخه ترینه،ژوره ترینه، جګه ترینه ژبه ده خصوصاً په ادبی صنایع کی ډېره غنی ده، حتی کېدای شی یوه دوه سوه بیتیزه خوږه او درنه قصیده بدیع کړای شی خو د پښتو ادبیات ( البته د رحمان بابا او خوشحال خان غوندی پښتو) هم د پراخ کاربُرد او انداخت د استعداد څخه برخمن دی خصوصاً ځینی صنایع ئې که تر عربی ښکلی نه وی تر فارسی ژبی حتماً ښکلی دی. موسیقی له دوو برخو تشکیله شویده یعنی ساز او آواز یوازی ساز هم… نور لوستل »

اقبال
میلمه
اقبال

It is wonderful but not a miracle.

Qadirkhan
میلمه
Qadirkhan

منننه مننه له خدمت څخه مو 💜 ژوندي اوسئ