افغانستان

کندهار: د دامان ولسوالۍ پر مرکز موټر بم برید شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ پر مرکز باندې موټر بم برید شوی، چې له امله یې مرکز ویجاړ شوی.

د کابل حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، نن سهار لس نیمي بجې شاوخوا د دامان ولسوالۍ پر مرکز باندې موټربم برید شوی، چې له امله یې یوولس تنه پولیس «سربېرن» ټپيان شوي.

ورته مهال د کندهار د والي ویاند «بهیر احمدي» بیا وایي، چې په یاد برید کې د ولسوالۍ ۷ ملکي ماموران، ۲ ملي امنیت عسکر، ۹ پولیس او سیمې ته نږدې د یوې کورنۍ ۱۵ غړي ټپیان شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو باندې د پېښې له ځایه خپاره شوي انځورونه ښيي، چې موټر بم برید ډېر قوي و او د ولسوالۍ د ودانۍ زیاته برخه یې تخریب کړې ده.

کندهار مېشتی خبریال «صدیق الله افغان» وایي، په سهارني موټربم برید کې د دامان ولسوالۍ امنیه قوماندان «عبدالودود» هم ټپي شوی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

عجیب جهاد روان ده. طالبان د خپلو نورو بندیانو د خوشی کولو غوښتنه هم کوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx