نړۍ

د سعودي د استخباراتو پخوانی مشر: اسرائيل ښکېلاکګر او منافق دولت دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د سعودي د استخباراتو پخواني رئيس شهزاده ترکي فیصل ويلي، اسرائيل په سيمه کې يو ښکېلاکګر او منافق دولت دی.

ترکي الفیصل تېره ورځ د بحرين پلازمېنې مناما کې سيمه‌ييز امنيتي کنفرانس ته د وينا پر مهال وويل، چې اسرائيل دوه مخي او منافقت کوي، ځکه چې يوه لور ته يې له عربي دولتونو سره د سولې خبرې روانې کړي او بل لور ته يې د فلسطين خاوره نيولې، پر عربي هېوادونو بمبارۍ کوي او اټومي وسلې هم لري.

ښاغلي فیصل زياته کړه، چې اسرائيل يوه لور ته له سعودي سره د ښو اړيکو هڅې کوي، خو بل لور ته يې په نړيوالو رسنيو کې «خپل سپي پرېښي او د سعودي پر ضد تبليغات کوي.»

د شهزاده فیصل په وينا، اسرائیل ناشنا ښکېلاکګر دولت دی، چې فلسطينيان وژني، کورونه او کلي يې نړوي او چا ته يې چې طبيعت ناساز شي، هغه وژني او ترور کوي، خو بيا هم ځان په سيمه کې کوچنی او له ګواښونو سره مخ هېواد بولي.

نوموړي پر امريکا غږ کړی: «چې د سولې لپاره رښتينې هڅې وکړي، ځکه چې اسرائيل له قيد او شرط پرته سوله غواړي، خو موږ وايو، چې د فلسطين پر خاوره د يهودو ښکېلاک شوي مېشتځايونه لرې شي، تر څو موږ پوه شو، چې دوی رښتيا هم د سولې لپاره ښه نيتونه لري.»

د اسرائيلو غبرګون

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير ګابي اشکنازي د مناما کنفرانس کې د ويډيو له لارې ګډون درلود د شهزاده ترکي الفیصل په څرګندونو افسوس ښکاره کړی دی.

اشکنازي وروسته په خپل ټويټ کې وويل: «د سعودي استازي له لوري د درواغو تورونه د حقیقت څرګندونه نه کوي او نه به هم په سيمه کې د راتلونکي بدلون لوری بدل کړي.»

نوموړي زياته کړې، چې ما هغه مهال هم د ترکي الفیصل څرګندونې رد کړې او «هغه د تورونو لګولو وخت تېر شوی نور بايد د روغې جوړې او سولې خبرې وشي.»

ترکي الفیصل ټينګار کړی و، چې دا يې شخصي نظر دی او د منځني ختيځ د سولې په اړه شکمن دی او تر څو چې د فلسطينيانو زخمونه نه وي پټۍ شوي، تر هغو سوله ناشونې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx