شعـــــرونه

په اور دې وسوم لیونیه نورڅه پاتې نه دي/رشيد

خالق رشيد

په اور دې وسوم لیونیه نورڅه پاتې نه دي
په جهان سرشوم سارانیه نورڅه پاتې نه دي

وطن دې وران کړچې سرې سترګې په پردو نازیدې
د یو څو ورځو بهرنیه نورڅه پاتې نه دي

په وینو اور ولګیده ته یې لمبو ته ناڅې
د مرګ استازیه ګډانیه نور څه پاتې نه دي

یو خوله دې غوښته د بابا پرکور شبخون شوې ګوره
د عزت غل شوې غندنیه نور څه پاتې نه دي

په خوله دې مینه ده په زړه د کفر کین چلوې
زه خو دې لوټ کړم لوټانیه نور څه پاتې نه دي

د حسن غله چې چیرې وو تا د خپل طلسم مله کړل
ښکلا مې پلورې پلورانیه نور څه پاتې نه دي

خال به دې تا په وینو ږدم چې وس مې ورسیږي
د وطن شرم شوې غنیه نور څه پاتې نه دي

په لباسي خندا دې هسې جادوګر ځان وښود
د شیطان نښې نښانیه نور څه پاتې نه دي

ته نه پوهیږې د مرګي بابر دې سرته ناست دی؟
ناسیال افغانه افغانیه نور څه پاتې نه دي

د تور ښامار ځنځیر دې ستا له غاړې تاو راتاو شي
په ژوندون مړ یې سپیتانیه نورڅه پاتې نه دي

زما او ستا به فرق یوازې په پښتو باندې وي
تاته غلام او غلامانیه نور څه پاتې نه دي

دومره بې ننګه بې ننګي دلته چا نه وه کړې
د پښتو شرم خندنیه نور څه پاتې نه دي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx