افغانستانسولې اړوند خبرونه

ارګ: د اووه زره بندیانو د خلاصون په تړاو د مرکچي پلاوي خبرو ته په تمه یو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند «صدیق صدیقي» وایي، د اووه زره طالب بندیانو د خلاصون په تړاو د کابل د مرکچي پلاوي خبرو ته په تمه پاتې کيږي.

صدیق صدیقي چې نن يې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، چې د اووه زره طالب بندیانو د خلاصون په تړاو باید د کابل د مرکچي پلاوي خبرو ته په تمه پاتې شو او په خبره یې، په دې تړاو څه ویل او یا جزئيات ورکول تر وخت وړاندې خبره ده.

د نوموړي په خبره،داسې مهال چې د طرزالعمل په اړه پرېکړه شوې اوس باید د اجنډا  په اړه بحث وشي او هغه څه چې تر ټولو مهم دی د اوربند مسئله ده چې باید پام ورته وشي.

صدیقي ددې تر څنګ طالبان تورن کړل، چې جګړه یې زیاته کړې او د «افغانستان د خلګو غوښتنې» اوربند او اورکم ته یې هیڅ اعتنا نه ده کړې.

د ارګ له لوري پورته څرګندونې وروسته له هغه دي، چې وړمه ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» او ورسره پلاوي په دوحه کې د طالبانو له سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر له مشر «ملا برادر اخند» او ورسره پلاوي ورسره ولیدل او د نورو موضوعاتو تر څنګ یې د پاتې طالب بندیانو د خلاصون په اړه هم خبرې ورسره وکړې.

که څه هم په د پاتې طالب بندیانو د خلاصون په تړاو د طالب او امریکایي پلاوو د ناستو جزئيات نه دي رسنیز شوي؛ خو د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس باید د بین الافغاني مذاکراتو له پيلېدو سره په یو وخت د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ هم پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زمری

د بين الافغاني خبرو شروع په دې معنی چې د ولس غوښتنو ته (اوربند) لبيک ويل دي, دا په دې معنی ندي چې طالب دې خپل ## او وحشت ته زور ورکړي او نور ## يی هم ورخوشی کړي ستاسو د خبرو شروع کې ولس کومه ګټه کړی چې دومره لويه قرباني يو ځل بيا وړکړي. خدای مو تباه کړه ## د اسلام په نوم مو ## شروع کړی قسم په خدای چې تاسو په غلطه روان ياست او د قيامت په ورځ به در څخه د يوې يوې پوښتنه کيږي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx