واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

امریکا په سرعت وځي، او طالبان غورې وهي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): لاس انجلس ټایمز لیکي له هغه وخت راهیسي چي د ټرمپ ادارې د طالبانو سره د دوحې موافقه لاسلیک کړېده، امریکا تقریبا ټول نظامي عملیات بند کړيدي. د امریکا دې فیصلې طالبانو ته اجازه ورکړېده چي پر افغان عسکرو حملې زیاتي کړي.

لاس انجلس ټایمز د ډسمبر پر ۷ لیکي امریکايي ځواکونه یوازي په اضطراري حالت کي پر طالبانو باندي بمباري کوي، خو امریکایان او ملګري يې په سرعت خپلي نظامي اډې تړلي، او له افغانستانه وځي. اخبار لیکي اوس د کندهار د ستري هوايي اډې حفاظت رومانیايي عسکر کوي. هغوی له اډې څخه قطعا نه راوځي، او سخت يوازي او ډارېدلي ښکاري. 

لاس انجلس ټایمز لیکي کله چي امریکایانو په کابل کي د کمپ سکورپین په نامه اډه تخیله کړه، او افغان عسکرو ته يې خپل موټران ور خوشي کړل، سمدستي همدا موټران غلا او ورک سول. لاس انجلس ټایمز لیکي اکثره افغانان په حکومت کي د پراخ  رشوت او اختلاس څخه شکایت کوي. د کابل حکومت تر غوږو پوري په فساد کي غرق دی. 

لاس انجلس ټایمز لیکي پداسي حال کي چي د افغان عسکرو سره د امریکا ملاتړ کمېږي، داسي نښي نښانې نسته چي د امریکا منتخب جمهورریس جو بایډن دي د امریکايي عسکرو د خروج مخه ونیسي. 

لاس انجلس ټایمز لیکي په وردک ولایت کي زیاتو امنیتي پوستو سقوط کړیدی. په وردک کي د پولیسو یو قومندان وايي کله نا کله طالبان پولیسو ته ټکسټ پیغام کوي، او هغوی ته مشوره ورکوي چي حمله ور باندي کېږي، او باید فرار وکړي. هغه وايی اکثره پولیس د طالبانو د دې مشورو اطاعت کوي. د وردک ولایت امنيتي چارواکي وايي طالبان د شپې عینکي لري، خو عسکر لکه ړانده د شپې څه نه ویني. 

لاس انجلس ټایمز لیکي د افغان عسکرو لپاره آینده تیاره ښکاري. د هغوی مهمات او اکمالات کم دي. ځیني پوستې خوشي کېږي. 

لاس انجلس ټایمز لیکي په عمومي توګه د عسکرو او پولیسو روحیات کمزوري ښکاري. خو د طالبانو روحیات اوچت دي. په کندهار کي د طالبانو یو قومندان وايي«موږ امریکا ماته کړه. دا زموږ ستره کامیابي ده.» 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x