
د ډاکتر عبدالله پلویانو یو ځل بیا د ولسمشر کرزي انځور لرې کړ – ویډیو
نن ټکی آسیا: ولسمشرۍ ته نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله پلویانو یو ځل بیا د ولسمشر حامد کرزي انځور چې د لویې جرګې د خېمې د ننه لګول شوی و، لرې کړ.
د عبدالله عبدالله وسله والو پلویانو د شپې ناوخته د لويې جرګې خېمې ته ننوتل او هلته یې د وسلې پر زور د ولسمشر انځور لرې کړ.
هغه ویډيو چې په فیسبوک کې خپره شوې، د عبدالله پلویان په کې د ولسمشر انځور لرې کوي، په ویډیو کې ښودل کیږي چې د عبدالله له پلویانو سره وسلې دي.
د ولسمشر کرزي انځور پرون /چنګاښ ۱۷مه/ د عبدالله پلویانو لرې کړ او پر ځای يې د ډاکتر عبدالله عبدالله انځور ولګولو. خو مازدیګر مهال د احمدضیاء مسعود زوی بېرته د عبدالله انځور لرې او پر ځای يې د ولسمشر کرزي انځور ولګولو.
د یادونې وړ ده چې ډاکتر عبدالله عبدالله پرون ګواښ وکړ چې که نوموړی بریالی اعلان نشي موازي حکومت به اعلان کړي.
دا په داسې حال کې چې د بلخ والي عطامحمد نور د یوې اعلامیې په ترڅ کې چې د نوموړي پر رسمي پاڼه خپره شوې ویلي چې عبدالله عبدالله مشروع ولسمشر دی او دی يې په پیروۍ ځان ملزم ګڼي.
د ټاکنو د دوهم پړاو د پایلو تر اعلان وروسته په کابل کې حالات خورا ترینګلي شويدي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې له پیله له ګڼو ننګونو سره مخ وې.
اوس د ټاکنو د پایلو برخلیک ناجوت دی. د شننونکو په اند وروستۍ فیصله له نړیوالې ټولنې سره ده او شاید په کابل کې د امریکا سفیر د دې لانجې د حل لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.