ټولنیزه برخه

د سترګو۴۰ حیرانوونکي حقايق!

ژباړن: محمدرسول کاروان

۱ د انسان سترګې له ۲ میلونو زیاتي کاري یا فعلي برخې لرې.
۲ یو انسان نه شي کولی چي د پرنجي پر وخت خپلې سترګې خلاصې کړې.
۳ د یو انسان سترګې کولی شي چي د ۱۰ میلیونو رنګونو ترمنځ فرق وکړي.
۴ که د یوه انسان سترګې له کامرې سره پرتله کړو نو بیا د انسان سترګې۵۷۶ میګافیکسیله ظرفیت لري.
۶ ۸۰% فیصده ذده کړه یواځي د سترګو له لارې حاصلیږي.
۷ د انسان سترګې په اتومات ډول بندیږې هغه وخت کله چي دوی له خطر سره مخ شي.
۸ د انسان په بدن کي یواځي د سترګې قرنیه برخه ده چي د وینې رګونه نه لري، او په مستقیم ډول له هوا څخه اکسیجن اخلي.
۹ د مار سترګې دوه برخې لرې؛ په یوه برخه کولی شي لیدل وکړي، او په بله برخه حرکت او حرارت یعني تودوخه معلومه کړي.
۱۰ د کونګ سترګې کولی شي ۴۵ متره لري یو روان موږک وویني.
۱۱ د انسان سترګې ۲۸ ګرامه وزن لري.
۱۲ د پړانک سترګې ۶ ځلې د انسان له سترګو ښه لید کوي په شپه کي.
۱۳ سپی نه شي کولی چي د سور او شین رنګ فرق وکړي.
۱۴ د سترګو رپول له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ میلي سکنډو پورې وخت نیسي.
۱۵ د تورو سترګو والا زیات د لمر سترګې ته کتلی شي په نسبت د شنو سترګو والا ته.
۱۶ یو لیوه کولی شي په یوه سترګه هم خوب وکړي.
۱۷ د انسان سترګې له پیدایښت څخه تر مرګ پوري یو رقم وي یعني کموالی زیاتوالی پکي نه راځي.
۱۸ د انسان سترګې تر ۱۰۷ میلیونو زیاتې حسي حجرې لري.
۱۹ د بایومټریک له پاره د انسان ګوته ۴۰ ځانګړي خصوصیات، صفات، بیلونکې نښې لري، په داسي حال کي چ د انسان د سترګې عنیبه برخه یعني د کسي چاپیره رنګینه برخه بیا ۲۵۶ ځانګړي خصوصیات، بیلونکې نښې لري.
۲۰ په یو منټ کي د یو انسان سترګې له ۱۵ څخه تر ۲۰ ځلو پوري رپې.
۲۱ ټول نوي زیږدلي ماشومان د رنګ په لیدلو کي ړانده دي.
۲۲ سترګه د انسان په بدن کي تر ټولو چتګ ترینه عضوه ده، که د پراپولو یا د سترګک یا اشارې کولو په ډول ورته وګورو.
۲۳ ډیر ځله یو انسان د سترګو په وسیله امر کول غوره بولې د دي پر ځای چ وغږیږي.
۲۴ د یو نوی زیږیدلی ماشوم سترګي نه شي کولی چي تر ۶ اونیو پوري اوښکې توی کړي.
۲۵ د انسان سترګې ۱۰۰% خپله وظیفه اجرا کوي بغیر له دي چي دوی ارام وکړي.
۲۶ که په تیر نسل کي مو یو د شنو سترګو والا وه، نو راتلونکي نسل ته به مو حتماً یو کس د شنو سترګو والا راځي.
۲۷ د کربوړي سترګي په یوه وخت کي دوه مختلف ځایونه هم لیدلی شي.
۲۸ کونګ نه شي کولی چ خپلې سترګي یو بل طرف ته وغړوې، دوی همیش مخامخ لیدل کوي، نو له دي وجې د هر شي په لیدلو پسي خپل سر ګرځوي.
۲۹ سګرټ څکول مو د شپي لید کمزوری کوي.
۳۰ مچی ۵ سترګې لرې.
۳۱ په سترګو کي د اوښکو دنده د سترګو صفایي ده.
۳۲ هغه حجرات چي له پیدایښت څخه تر مرګ پوري د انسان په بدن کي ژوندي پاتي دي هغه په سترګه کي دي.
۳۳ باڼه د انسان سترکي صافې او له هر ډول چټلټیا یي پاکې ساتي.
۳۴ سترګې د انسان په بدن کي له د ماغو وروسته ډیر پیچلی جوړښت لري.
۳۵ د اوښ باڼه ۱۰ سانتي متره اوږد والی لري.
۳۶ دا هم ممکنه د چي د انسان سترګې په یو سکنډ کي ۵ ځلې ورپیږې.
۳۷ نوي زیږدلي ماشومان کولی شي چي یواځي تر ۱۵ اینچ پوري شیان په صاف ډول ووینې.
۳۸ په عموم کي چینجی سترګې نه لري.
۳۹ د یو شترمرغ سترګې لویې دي له خپلو دماغو څخه یي.
۴۰ تر ټولو غټه سترګه د Squid په نامه یوه سمندري حیوان ده چي تقریباً ۲۷ سانتي متره اوږدوالی لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx