روغتیا

سعودي ته د کرونا واکسين رسېدلي او د کارونې لپاره چمتو دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په سعودي عربستان کې د طبي بیولوژیست او جنیټیک ناروغۍ متخصص، ډاکټر عارف العمري اعلان وکړ چې د کرونا ويروس واکسین سعودي ته رسیدلي، او د کارولو لپاره چمتو دي.

العمري د سعودي د الاخباریا تلويزون سره په یوه مرکه کې وویل: «د اوږد عمر، اوږدې ناروغۍ لرونکي، د شخصي پاملرنې یعنې په کورونو کې بند او د روغتیا متخصصین هغه ډلې دي چې په لومړي سر کې به واکسین کیږي، په دې اړه یو میکانیزم شتون لري چې په نږدې راتلونکي کې به یې روغتیا وزارت اعلان کړي».

العمري زياته کړه چې واکسين به د ښارونو ترمنځ پرته له کوم توپير وويشل شي، هغه ټينګار وکړ چې واکسين خوندي دي.

د یکشنبې په ورځ، د سعودي روغتیا وزارت ویاند ډاکټر محمد العبد العالي وویل چې انګلستان د کرونا ويروس واکسین رامېنځته کونکو شرکتونو سره خورا مهم قراردادونه وکړل، هغه په ګوته کوي چې سعودي عربستان به یو له لومړیو هیوادونو څخه وي چې واکسین به پکې شتون ولري.

د سعودي د روغتیا وزارت معاون ډاکټر عبدالله عسیري تېره میاشت اعلان کړی و، په هېواد کې به د کرونا واکسین د ټولو اوسېدونکو لپاره وړیا ورکول کیږي، دغه راز په پام کې لري د ۲۰۲۱م کال تر پایه خپلو ۷۰ سلنه اتباعو ته د کرونا واکسین ورسوي.

سعودي په داسې حال کې د کرونا واکسينو خبر ورکوي چې په دغه هېواد کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې د تېرو اتو میاشتو په پرتله کمې شوي دي.

له دې وړاندې د روسيې هېواد هم اعلان کړی و چې شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو ته يې په بيړني ډول خپل چمتو کړي واکسين ورکړي، او په راتلونکو ورځو کې به په ۷۰ مرکزونو کې ددې پراخ کارول پېل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx