افغانستان

ارزګان کې د نښتې پرمهال یو واکسیناتور وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د نښتې پرمهال د یو واکسیناتور د وژلو خبر ورکوي.

د ارزګان د عامې روغتیا ریاست رئیس ډاکټر عبدالغفار وطنوال وايي، د سات محمد په نوم واکسیناتور نن سهار د دهراود ولسوالۍ مرکز ته څېرمه په خپل کور کې په مرمۍ لګېدلی، چې د زیاتې وینې ضایع کېدو له کبله روغتون ته پر لاره مړ شوی دی.

نوموړي دا نه ده څرګنده کړې چې دغه واکسیناتور د چا لخوا ویشتل شوی؛ خو زیاتوي چې په سیمه کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ د ولسوالۍ د نیولو لپاره سخته جګړه روانه ده.

د وطنوال په خبره سات محمد له کلونو راهیسې د ولسوالۍ په روغتون کې د واکسیناتور په توګه دنده ترسره کوله، چې نن ددغه روغتون د بندښت له کبله نوموړی د درملنې لپاره مرکز ترینکوټ ته په لاره کې خپل ژوند بایللی دی.

باید وویل شي چې دولتي عسکرو درې ورځې وړاندې له طالبانو څخه د دهراود ولسوالۍ د بیرته نیولو خبر ورکړی ؤ؛ خو د وژل شوي واکسیناتور د قضیې په تړاو له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د ارزګان خلکو ته خو بالکل خدمت روا ندی، ټول کال کی یو کس له ارزګان څخه پوهنتون ندی کامیاب شوی مطلق اصلی لنډغر خو همدی دی د دارالمعلمین غله. دوی د واکسین په اهمیت څه پوهیږی ګورو چی د فلج پیښی ټولی د همدوی په سیمو کی دی. لعنت دی پر حکومت شی چی دوی ته واکسیناتور ورلږی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx