ټکنالوژي

ددغه اپلیکیشنو شتون ستاسې موبایل له خطر سره مخ کوي!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امریکا «فوربز» ژورنال په یوه راپور کې د ځینو غوښتنلیکونو په اړه چې په اندراید چلونکي سیستم موبایلونو کې کارول کیږي او ملیونونه کاروونکي لري د هیکرانو له لوري خبرداری ورکړی دی.

په دغه راپور کې راغلي، دغه غوښتنلیکونه (اپلیکیشنونه) کولی شي د پاسورډ په ګډون د کاروونکو یو شمېر معلومات غلا کړي، دغه راز د کاروونکو مالي معلومات او ددوی د ایمیل مینځپانګې وګوري.

راپور په ګوته کوي، دغه زیان یوازې په یوه ځانګړي اپلیکیشن پورې اړه نه لري، بلکې زرګونه اپلیکیشنې آن چې د ګوګل له لوري رامنځته شوي، تاسې له ستونزو سره مخ کولی شي.

هیکران کولی شي ستاسې په موبایلونو کې د عکسونو، متن لینکونو او یا د ایمیل ضمیمې له لارې د اپلیکیشنو په واسطه ناسمې سافټویرې کښت کړي.

په دې اړه د «چیک پواینټ» یوه سایبر امنیتي شرکت ځینې مشهور اپلیکیشنونه په ډاګه کړي چې هیکرانو یې په مرسته د کاروونکو معلومات غلا کړي دي، دغه اپلیکشنونه ازمویل شوي او موندل شوې چې له خطره ډک دي: وایبر Viber، یانګ پرو Yang pro، موویټ Moovit او میکروسافټ ایج Microsoft edge.

د سایبر امنیتي برخه کې متخصص افیران هازوم ویلي، که څه هم تر دې دمه داسې نه وو پېښ شوي خو ددغې غوښتنلیکونو خطر «جدي دی او په اسانۍ سره ترې اګټه اخیستل کېدلی شي».

هازوم زیاتوي، کاروونکي باید په دې اړه اندېښمن وي چې په دې اپلیکیشنو کې ددوی معلومات د ننوتلو خطر لري، یا دا چې دوی یې د ترلاسه کولو توان لرلی شي.

د سایبر امنیتي برخې متخصص هازوم په ګوته کړه چې په دې اپلیکیشنو کې ستاسې د یوه کوډ کارول به ستاسې ټول پيغامونه د غلا خطر سره مخ او یا د هغوی ګوتو ته ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx