نړۍ

ستر ديني عالم شيخ الحديث والتفسير مفتي زرولي خان وفات شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کراچۍ جامعه عربيه احسن العلوم مدرسې بنسټګر او مهتمم شيخ الحدیث والتفسيز مفتي زرولي خان د ۶۷ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.

مفتي زرولي خان په خټه پښتون او ۱۹۵۳ کال کې د خیبر پښتونخوا ايالت نوښار ولسوالۍ ته نږدې په جهانګيري سيمه کې پيدا شوی و.

مفتي زرولي خان رحمه الله د زرګونو طالب العلمانو او علماوو استاد و، ټول عمر يې د احاديثو او تفسير په خدمت کې تېر کړی و، د افغانستان او پاکستان زرګونو علماء يې شاګردان دي او نن د ډسمبر په ۷مه نېټه د ورپښې اوږدې ناروغۍ له امله په کراچۍ کې وفات شو.

مفتي زرولي خان رحمه الله د تدریس سربېره د ګڼو کتابونو ليکوال او ستر خطيب هم و.

د ټولنيزو رسنيو فعالانو د مفتي زرولي خان رحمه الله مړينه د اسلام، مسلمانانو او ديني علومو لپاره لویه ضايعه بللې، چې تشه به يې تر ډېره جبیره نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

ان لله و انااليه راجعون ط
شيخ الحديث والقرآن زرولي خان ته دي الله جل جلاله جنت الفردوس په نصيب کړي .
بازمانده ګانوته دي يي الله سبحان وتعالی صبرجميل ور اعطأ کي .
زرولي خان په رښتيا يو تکړه عالم ، مبليغ او فصيح السان انسان و . په پښتو او اردو يي ما وعظونه اوريدل . او ‌‌‌‌‌‌ډير څه مي ترينه يادول .
الله پاک دي د زرولي خان تشريح د احاديثو او تفسير د قرآن دده د اخرت توښه وګرځوي . آمين ثم آمين

طوطی

که یی په اوس وخت کی په افغانستان کی جنګ نا روا باله نو الله (ج) دی وبښی او مغفرت دی کړی.

عبدالمالک همت

په پښتنو کي دغسي ستر او د کار او خدمت عالمان لږ دي، الله سبحانه دې ډېر کړي او دا چي لرو يې الله دي اوږد او ګټور ژوند ورکړي، شيخ رحمة الله علیه ته دعا کوو چي الله يې په لوی اجر ورکولو سره ونازوي .

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx