واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

بروان پوهنتون: د ټرمپ په واکمنۍ کې د افغان ملکيانو تلفات ۳۳۰ ٪ سلنه لوړ شوي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د متحده ایالاتو د مشهور پوهنتون (براون یونیورسټي) تازه تحقیقاتي راپور وايي په افغانستان کي د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ د افغان ملکیانو تلفات ۳۳۰ ٪ لوړي شوي دي.

ددې سرسام آوره جګوالي اصلي علت د امریکا بې امانه بمبارۍ وې.

په ۲۰۱۷ کې ولسمشر ټرمپ امریکايي نظامیانو ته د افغانستان د بې امانه بمباریو عام و تام اختیار ورکړ.

د بروان پوهنتون تحقیقات وايي، ټرمپ ځکه د امریکا پوځ ته دا صلاحیت ورکړ، څو په قطر کي د طالبانو سره په مذاکراتو کي برلاسی ترلاسه کړي. 

د بروان پوهنتون څېړنه وايي یوازي په ۲۰۱۹ کې امریکايي بمباریو (۷۰۰) بېګناه او بې دفاع افغان ملکیان قتل کړي دي. 

د بروان پوهنتون وايي چي امریکا په افغانستان کي خپلو قاتلانه بمباریو ته په داسې وخت کي زور ورکړی وو چي ټرمپ د ابدي جنګونو د ختمولو ژمني کولې. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

The more you bomb, the stronger they become

USSR was doing the same thing

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx