
هند کې یوې نوې مهلکې ناروغۍ سلګونه کسان نیولي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د هند په سویلي ایالت اندراپردیش کې یوې نوه وژونکې ناروغي رامنځته شوې چې تر دې دمه یې په دوه ورځو کې سلګونه کسان نیولي او یو کس مړ کړی دی.
د اندراپردیش ایالت چارواکي وایي، دا ناپېژنده ناروغي په ایلورو ښار کې (دغه ښار د لاسي اوبدلو په محصولاتو مشهور دی) رامنځته شوې چې د ډاکټرانو په وینا، نښې یې کانګې (قۍ) کول او بې هوښې ده.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې دغې ناپيژندې ناروغۍ تر دې دمه ۴۵۰ کسان نیولي چې ۲۰۰ له روغېدو وروسته کورونو ته استول شوي او ۲۵۰ لا هم روغتونونو کې تر تداوۍ لاندې دي.
د هند خبري اژانس «ټرسټ آف انډیا» راپور ورکړی، یو ۴۵ کلن کس چې پر یادې ناروغۍ اخته شوی و د یکشنبې په ورځ ماښام خپل ژوند له لاسه ورکړ.
هندي چارواکي هڅه کوي د ناروغۍ لامل په ډاګه کړي، تر دې دمه له اغیزمنو سیمو څخه د اوبو نمونو کې د ککړتیا کومه نښه نه ده موندل شوې. په دې اړه د حکومت له لوري یو ګمارل شوی ټیم یاد ښار ته استول شوی تر څو د ناڅاپي رامنځته شوې ناروغۍ په هکله څیړنې وکړي.
د چارواکو په وینا، ناروغان بېلا بېلا عمرونه لري، او د کوویډ-۱۹ او نورو ویروسي ناروغیو لکه ډينګي، چکنګونیا یا هرپيس ازموینې یې هم منفي ثابتې شوي دي.
د اندراپردېش ایالت د روغتیا وزیر الا کالي کریشنا سرینیویس وايي، د دې کسانو د وینې معاینه ښيي چې دا ناروغي ویروسي نه ده. د نوموړي په خبره، د دې ناروغۍ کسانو په تېره ماشومانو ته د سترګو د سوي له شکایت وروسته قۍ ورځي.
هند لا هم د کرونا ویروس څخه په سخت ډول کړیږي چې د بلې ناروغۍ رامنځته کېدل د هند حکومت اندېښمن کړی دی. هند په نړۍ کې له امریکا وروسته دوهم هېواد دی چې د کوویډ-۱۹ (له ۸ ملیونو پورته) پېښې په کې ثبت شوي دي.