نړۍ

امريکا د چين پر ۱۴ لوړپوړو چارواکو اقتصادي او سفري بندیزونه لګولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امريکا متحده ايالتونو د چین پر ۱۴ لوړپوړو چارواکو اقتصادي او سفري بنديزونه لګولي دي.

رویټرز خبري اژانس ليکلي، چې هانګ کانګ کې د اپوزيسيون د پارلماني غړو په نااهلي کې کردار لرونکي چينايي چارواکي په دې بنديزونو کې په  نښه شوي دي.

د رويټرز په وينا په دې د چين د ملي کانګريس مرستيال او نور لوړپوړي چارواکي د دې بنديزونو ښکار شوي دي.

د چارو څارونکي وايي، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل واک په وروستيو کې داسې کارونه کوي، چې راتلونکی ولسمشر جوبایډن له ستونزو او ننګونو سره مخ کړي او له همدې امله يې له ایران او چين سره يو ځل بيا د جنجالونو راپورته کولو لپاره ګامونه پورته کړي دي.

تر دې وړاندې د ټرمپ ادارې د هانګ کانګ د اجرائيه رئيس سربېره پر يو شمېر لوړپوړو چارواکو بنديزونه لګولي وو او په دې وروستيو کې د چين د واکمن کميونيسټ ګوند پر مشرانو د ويزو بنديزونه لګولي وو.

دوه ورځې وړاندې امريکا له چين سره ګڼ کلتوري پروګرامونه هم لغوه کړي، همدارنګه له تېرو څو کلونو راهيسې د واشنګټن او بيجينګ ترمنځ سوداګريزه جګړه روانه ده.

د تازه معلوماتو له مخې پر کومو ۱۴ چينايي چارواکو چې بنديزونه لګېدلي، تر دې وروسته دغه چارواکي او د کورنۍ غړي يې امريکا ته سفر نه شي کولی، په امريکا کې د دوی پانګې کنګل شوي او هېڅ امريکايي تبع او شرکتونه له دغو چينايي چارواکو سره راکړه ورکړه نه شي کولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx