دیني، سیرت او تاریخ

د شيخ الحدیث مفتي زرولي خان صاحب ژوند ته لنډه کتنه

ژباړه او زیاتونه عبدالرحیم راشد

د عالِم مرګ د عالـَم مرګ دی!
علم الهي صفت دی او علماء کرام نبي کریم ﷺ خپل وارثان بللي دي ، له همدې ځایه د یوه عالم وفات د امت لپاره ستر مصیبت بلل سوی .
الله تعالی فرمایي:
(أَفَلَا يَرَوْنَ أَنَّا نَأْتِي الْأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا أَفَهُمُ الْغَالِبُونَ}الأنبياء۴۴
ژباړه : آیا دوی نه ویني چي موږ له هري خوا ځمکه راکموو؟ نو آیا دوی غالب کېدونکي دي ؟
و قال ابن عباس رضي الله عنهما: خرابها بموت فقهاء وعلمائها وأهل الخير منها، وكذا قال مجاهد أيضاً: هو موت العلماء)
ژباړه: رئیس المفسرین حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهما او لوی مفسر حضرت مجاهد رحمه الله وایي: دلته چي الله تعالی وایي ځمکه راکموو، مراد یې د ځمکي خرابېدل دي، د د فقهاوو او علماوو په وفات سره ، ځکه چي علماء له ځمکي وکوچیږي نو جهل او فساد به خپور سي.

مفتي زرولي خان صاحب د اسلامي امت لویه ستره هستۍ وه، علماوو او عوامو یې په ولایت کي شک نه درلود.
د عجز، تقوا او علمیت لوی سمندر وو، د قرآنکریم د تفسیر نبوي حدیثو درس کي یې نوم ګټلی وو.
په خپل خوږ او جذاب بیان سره یې د خلکو زړونه ترلاسه کړي وه.
لنډه دا چي جامع الکمالات وو، خو د ابد لپاره زموږ څخه وکوچېدی.
راځو، په لنډو ټکو کي یې درپېژنو:

زېږېدنه : په ۱۹۵۳ زېږدیز کال کي، په خپل پلرني ټاټوبې د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ضلع جهانګېره سیمي کي دې فاني نړۍ ته سترګي وغړولې.

نوموتي استادان یې : علامه محمد یوسف بنوري رحمه الله، مفتي ولي حسن ټونګي رحمه الله، مولانا احمد الرحمن رحمه الله، شیخ عبدالحنان رحمه الله او شیخ لطف الله رحمه الله دي.

مادر_علمي او فراغت : په ۱۹۷۸ مېلادي کال کي د جامعة العلوم الاسلامیة علامه بنوري ټاؤن کراچي څخه سوی دی.

تأثر : مفتي صاحب په علمي نړۍ کي د امام العصر محمد انور شاه کشمیري رحمه الله څخه زیات متأثره وو، له همدې امله یې د خپل زوی نوم انور شاه کښېښود.
او د مفتي محمود رحمه الله څخه هم ډېر متأثره وو، چي په درس کي به یې یادونه او د هغه اړوند بېلا، بېلي کیسې کولې.

د مدرسې تأسیس : شیخ التفسیر والحدیث مفتي زرولي خان صاحب په ۱۳۹۸ سپوږمیز کال کي د یوې لويي اسلامي ادارې د بسنټ ډبره د ” جامعه عربیه احسن العلوم ” په نوم کښېښود.
د دې مدرسې هدف او موخه ټولني ته ماهر او وړ فاضلان وړاندي کول وه، تر څو امت مسلمه د ښې او نیکي لاري لارښووني وکړی.
یادي مدرسې کي بېله عوضه ټول دیني علوم د تفسیر، حدیث، فقه، منطق، عربي ادب په شمول ښودل کېدل.
د دیني علومو برسېره د قرآنکریم د ناظره، حفظ، اعدادیه درجه، تر اتم ټولګی د عربي او فارسي لومړني کتابونه او نور دیني کتابونه پکښې تدریسېدل.
په نوموړي مدرسې کي د تخصص (PHD ) په ځانګړي ترتیب جاري ده.
په مدرسې کي دار الافتاء هم شتون درلود، چي د محترم مفتي صاحب د سرپرستي لاندي ورځني پېښ سوي دیني مسئلو حل لاره په ښه تحقیق سره حل کېدل.
په مدرسې کي د ۱۹۸۸ مېلادي کال څخه په رسمي توګه دوره حدیث شریف پیل سو.
د شعبان او رمضان په رخصتیانو کي د قرآنکریم د تفسیر دوره یې شروع کول.
چي د هري طبقې خلک، علماء، طلباء، عوام، نارینه او ښځینه ( تر پردې شاته) دې بابرکته دورې کي ګډون کاوه.

مشهوره تصنیفونه :
۱— احسن الرسائل(۱۰ مختلف علمي رسائل)
۲— احسن الخطبات درې ټوکه
۳— احسن البرهان او داسي نور.

وفات : مفتي زرولي خان صاحب د زیاتي ناروغۍ تېرولو وروسته تېره شپه د ۲۰۲۰ زېږدیز کال، د ډسمبر په اوومه نېټه د کراچي انډس روغتون کي ساه ورکړه.
او خپله روح یې د روحونو پیدا کوونکي ته ورکړه.
انا لله وانا الیه راجعون.
رحمه الله رحمة واسعة.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

ګران او زړه ته را تېر راشد صاحب د مرحوم او مغفور مفتي صاحب رحمه الله په اړه دي معلومات ډېر ښکلي دې، الله سبحانه دي اجر در کړي. د اسلام، علم، هيواد او دې زورېدلو خلکو په خدمت کي د لا زياتو پرمختګونو دعا درته کوم.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx