افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله: مذاکراتي ټيمونه سبا جدي بحثونه پیلوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د پخلاینې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» وایي، مذاکراتي ټيمونو په دې وروستیو ورځو کې د اجنډا د تعین په تړاو بحثونه روان ساتلي او سبا د سولې د خبرو جدي بحثونه پیلېږي.

عبدالله عبدالله  چې نن يې د سولې، رسنیو او مدني ټولنو  ناستې ته خبرې کولې وویل چې د دواړو لور مذاکراتی ټيمونو په تېرو دوو ورځو کې د اجنډا د ټاکلو په تړاو بحثونه روان ساتلي او سبا «چهارشنبه» به د مرکچي پلاوو تر منځ جدي بحثونه پیلېږي «پرون هم زموږ مذاکراتي ډلې خبرې درلودې او د اجنډا په اړه یې د یو او بل نظرونه واورېدل. نن هم زموږ ډله په خپلو کې مشورې لري او سبا ته به جدي بحثونه پیلېږي.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې خلګ مذاکراتو او د جګړې قطعي پای ته رسېدو ته هیلمن دي؛ خو په خبره يې، د اوربند په تړاو به بحثونه وخت واخلي.

عبدالله ددې تر څنګ پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې لپاره مثبت ګامونه واخلي؛ ځکه دده په خبره، سبا به ټول په همدې نظام کې ونډه لري.

د عبدالله له لوري پورته څرګندونې داسې وخت کېږي، چې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټیمونو له اوږدې مودې ځنډ وروسته د ناستو د طرزالعمل په تړاو هوکړه کړې او تازه دواړو لورو د اجنډا په اړه بحثونه پیل کړي.

د حکومت مذاکراتي ټيم تر ډېره هڅه کوي، چې اوربند او اورکم د اجنډا په لومړنیو موضوعاتو کې راشي؛ خو طالبان بیا ټینګار لري، چې د باور د فضا جوړولو او د مذاکراتي ټيمونو تر منځ بشپړې پېژندنې ته د لارې هوارولو په موخه باید لومړی اسانه او هغه ټکي په اجنډا کې ځای کړل شي، چې مشترکات ورباندې زیات وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx