افغانستانسولې اړوند خبرونه

امنیت شورا: د نورو طالب بندیانو خلاصون له سولې پروسې سره مرسته نه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس باید د حکومت له زندانونو څخه د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ پیل شي، د کابل حکومت امنیت شورا وایي، د نورو طالب بندیانو خلاصون د سولې پروسې له چټکتیا سره مرسته نه کوي او له امله یې د ولس اعتراض راپورته کېږي.

د امنیت شورا ویاند «رحمت الله اندړ» په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي «د بندیانو خوشي کول او نه خوشي کول د سولې پروسې  پر چټکتیا خاص تاثیر نه لري دا تېر پنځه زره پنځه سوه بندیان چې د حکومت له لوري خوشي شول، نه یوازې د سولې پروسې پر چټکتیا یې اغېز ونکړ، بلکې حکومت د خلګوتر اعتراض لاندې راغی او لا هم دا اعتراضونه روان دي.»

د اندړ په خبره، له خلاص شویو طالب بندیانو ژمنې اخیستل شوې وې چې د جګړې ډګر ته به نه ځي او جګړه به کموي؛ خو دده له قوله هغوی دا ژمنې عملي کړي نه دي.

د پاتې طالب بندیانو د خلاصون موضوع داسې مهال ده، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس باید د بین الافغاني مذاکراتو له  پیلېدو سره هم مهاله د حکومت له زندانونو څخه د هغوی د خلاصون لړۍ پیل شي.

روانه اوونۍ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» او ورسره پلاوی دوحې ته ولاړ او هلته یې له طالب چارواکو سره د نورو مسایلو تر څنګ  د پاتې بندیانو د خلاصون په اړه هم خبرې وکړې.

ارګ وایي، دوی د اووه زره بندیانو د خلاصون په اړه د خپل مرکچي پلاوي خبرو ته په تمه دي؛ خو په خبره يې، د طالبانو دا غوښتنه له وخت مخکې ده.

د طالبانو ویاند «ذبی ح الله م جاهد » تېره شپه له شمشاد تلویزون سره په خپلو خبرو کې وویل، چې د بندیانو د خلاصون موضوع له امریکایانو سره فیصله شوې ده او په دې تړاو د کابل له مذاکراتي ټیم سره خبرې نه کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

لعنت د پر امنیت شورا شه، ولی ګټه نکوی تاسو ونه لیدل چی د پنځو زرو بندیانو خوشی کولو څومره سولی پروسی ته ګټه وکړه، موټر بم زور واخیست، جنګونه زیاد شول د اوربند درک بالکل ورک شو، د عامه تاسیساتو ویجاړول شروع شول، حتی سړکونه په تراکتورونو واړول شول دا ګټه نده څه ده؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx