افغانستان

«د حکومت په بمباریو کې تر بل هر وخت ډېر ولسي وګړي وژل کېږي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بروان پوهنتون تازه تحقیقي راپور وایي، چې د امریکایي او دولتي ځواکونو له لوري په هوایي بریدونو کې د ملکي تلفاتو کچه تر بل هر وخت لوړه شوې.

د یاد تحقیقي راپور په بنسټ، د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» په افغانستان کې د بمباریو په اړه په خپلو ځواکونو باندې محدودیتونه کم کړل، چې له امله د ۲۰۱۶-۲۰۱۹ کلونو تر منځ د ملکي تلفاتو کچه ۳۳۰ سلنه لوړه شوه او یوازې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د امریکا د ړندو بمباریو له امله اووه سوه ولسي افغانان ووژل شول.

د یاد راپور په بنسټ، د امریکا له لوري د هوایي بریدونو او بمبارونو زیاتوالی په دې موخه و تر څو امریکايي ټیم له طالبانو سره په خبرو کې برلاسي ترلاسه کړي.

دغه تحقیقي راپور چې د «جګړې قیمت» تر نامه لاندې خپور شوی پکې راغلي، دي چې دولتي ځواکونو هم بمباریو او هوایي بریدونو ته زور ورکړی او له امله یې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

د راپور په اساس، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د حکومت بمباریو ۸۶ ولسي وګړي وژلي او ۱۰۳ نور يې ټپيان کړي او تر څنګ یې په دریمه ربعه کې بیا ۷۰ تنه قتل او ۹۰ تنه ولسي وګړي ټپيان کړي.

په یاد تحقیقي راپور کې د اوربند په تامین باندې ټینګار شوی، او وېره ښودل شوې، چې په مذاکراتي مېز باندې د لا زیات امتیاز اخیستلو په موخه ښايي جګړه نوره هم تېزاو د ملکي تلفاتو کچه لا هم لوړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دواړه طرفه سبب د مړنی د ملکیانو کیږی. طالبان دی د خلکو په کورونو کی نه ځای پر ځای کیږی خو د حکومت لخوا د ملکیانو وژنه د پټو سترګو بمبارد په وسیله تر ټولو زیاته ده.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x