افغانستان

امریکا او حکومت د ملکي تلفاتو په اړه وروستی راپور رد کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو ویاند د امریکا د بروان پوهنتون هغه راپور رد کړی، چې ښيي د ټرمپ د واکمنۍ په دریو کلونو کې په افغانستان کې امریکا ته منسوب ملکي تلفات درې سوه دېرش سلنه لوړ شوي.

بروان پوهنتون په یوه تحقیقي راپورکې ویلي، چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د امریکا ولسمشر خپلو ځواکونو ته د بمباریو عام و تام اختیار ورکړ ، تر څو په قطر کې په مذاکراتو کې برلاسي تر لاسه کړي او دا کار ددې لامل شو چې د ملکي تلفاتو کچه په بې ساري ډول لوړه شي.

د یاد راپور په اساس، یوازې په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې امریکایي بمباریو ۷۰۰ عام وګړي ووژل.

د بروان پوهنتون په راپور کې د امریکایي ځواکونو تر څنګ حکومت هم تورن شوی، چې د ړوندو بمباریو له امله یې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې.

د راپور پر بنسټ، د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې حکومت ۸۶ ولسي وګړي وژلي او ۱۰۳یې ټپیان کړي او په دریمه ربعه کې يې بیا ۷۰ تنه قتل او ۹۰ تنه ټپيان کړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند «سني لیګت» رسنیو ته ویلي، چې د بروان پوهنتون له لوري خپور شوی راپور «یو اړخیر» دی، د غلطو معلوماتو په بنسټ جوړ شوی، او هغه تلفات نه دي پکې را اخیستل شوي چې د طالبانو او داعش له لوري د چاودنو، بریدونو او یا هم نورو له امله رامنځته شوي.

ورته مهال د حکومت د دفاع وزارت ویاند «فواد امان» هم یاد راپور ردوي او ادعا لري چې حکومت د ملکیانو ژوند ته پاملرنه کوي؛ خو طالبان له ملکیانو د سپر په توګه کار اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

That is corrrect, they did not do it at all

Those were all the Talib Jan F16 fighter jets bombing the kids and mothers

Hahahahah

عظيمی

يوازی تاسی رښتيا واياست نوره ټوله دنيا درواغ وايي۔ الله مو خراب که ۔ تاسی يوازی لستوڼی رانغښتی دی چه څرنګه پر داچوکی پاته سی۔ که ملت مری بیعزته کيږی رټل کیږی محتاجه کيږی مهم نه دي بلکه تاسی او ستاسي مړژوانده فاسد بی کيفایته حکومت دي وي۔

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx