ورزش

د فوټبال په نړۍ کې دوه مشهور ستوري له اوږدې مودې وروسته نن شپه مخامخ کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په نړۍ کې د فوټبال مینوالو لپاره د بل هر مهم شي پرځای په داسې حال کې چې دوه مشهور فوټبال ستوري لیونل میسي او کریستیانو رونالډو مخامخ کیږي، تر ټولو خوښه صحنه وي.

ټاکل شوې ده چې د نړۍ یاد دوه فوټبال ستوري نن شپه (۱۲:۳۰) بجې د اروپا اتلانو لیګ د ګروپي سیالیو پرمهال له اوږدې مودې وروسته یو وار بیا مخامخ شي.

د برسلونا او یوونتوس لوبډلې چې اوسمهال په خپل ګروپ کې لومړی او دوهم مقام لري، د چمپينز لیګ شپاړس مرحلې ته لا له وړاندې لار موندلې ده.

له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ په چمپینز لیګ کې لومړۍ سیالي ترسره شوې، چې برسلونا په ۲-۰ ګټلې ده، هغه مهال لیونل میسي موجود خو کریستیانو رونالډو په کرونا د اخته کېدو له کبله له لوبډلې بهر و.

د لیونل میسي او کریستیانو رونالډو ترمنځ په برسلونا او ریال مدرید لوبډلو کې د (۲۰۰۹-۲۰۱۸م) کالونو ترمنځ سختې سیالۍ ترسره شوې، چې دغې سیالیو ته به د (الکلاسیکو) نوم ورکول کېده.

له ۲۰۱۸م کال وروسته به دا لومړۍ لوبه وي چې میسي او رونالډو له یوه بل سره مخامخ کیږي. له دې وړاندې د ۲۰۱۸م کال د مۍ میاشتې په ۶مه نېټه د برسلونا او ریال مدرید لوبډلو کې مخامخ شوي وو، چې دغه لوبه په ۲-۲ مساوي پای ته رسېدلې وه چې میسي او رونالډو په کې یو یو ګول وهلی و.

میسي او رونالډو په مستقیم ټکر کې څوک وړاندې دی؟

میسي او رونالډو په ټولو ۳۵ مستقیمو سیالیو کې مخامخ شوي دي، چې ارجنټایني میسي په ۱۶ بریاو وړاندې دی، په داسې حال کې چې پرتګالي رونالډو ۱۰ ګټلي او پاتې ۹ لوبې مساوي شوي دي.

د ارجنټاین ستوري د دواړو لوبډلو ترمنځ په مستقیم ټکر کې ۲۲ ګولونه وهلي چې د سیالیو په اوسط سره (۰.۶۳) ګولونه دي، ددې سربېره یې ۱۲ ګول پاسونه هم کړي دي.

په ځواب کې رونالډو ۱۹ ګولونه وهلي چې د لوبډلې په نسبت یې اوسط (۰.۵۴) ګولونه دي، په داسې حال کې چې یوازې یو وار یې ګول پاس کړی دی.

دغه راز لیونل میسي د برسلونا او ریال مدرید ترمنځ په الکلاسیکو کې سیالیو کې هم وړاندې دی، چې په ۳۰ لوبو کې یې ۲۰ ګولونه او ۱۱ ګول پاسونه کړي دي، په مقابل کې رونالډو ۱۸ ګولونه او یوازې یو ګول پاس کړی دی.

که څه هم د برسلونا او یوونتوس لوبډلو ترمنځ د نن شپې سیالۍ بریالیتوب ډیر اهمیت نه لري، خو مینوال یې تر ډیره د لیونل میسي او کریستیانو رونالډو مخامخ کېدو ته په تمه دي، تر څو د دوه کالونو مینه پرې خړوبه کړي.

باید وویل شي چې یاده سیالي به د برسلونا په کوربه توب د یوونتوس لوبډلې پر وړاندې په «کامپ ناو» لوبغالي کې د نندارچیانو په نه شتون کې ترسره شي، او دا به لومړی وار وي چې میسي او رونالډو له نندارچیانو پرته یوځای میدان ته ښکته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x