افغانستان

ولسي جرګه: حکومت د جوبایډن په پلوۍ کمپاینونو کې پیسې مصرف کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت ولسي جرګه تور پورې کوي، چې د افغانستان بانک پیسې د امریکا د تازه ټاکل شوي ولسمشر «جوبایډن» په پلوۍ ټاکنیزو کمپاینونو کې مصرف شوې دي.

د «سلام وطندار» د راپور په اساس د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون ريیس «حسیب الله کلیمزي» نن له اداري فساد سره د مبارزې د ورځې د لمانځلو په مناسبت رابلل شوې ناستې ته ویلي، چې د افغانستان په مرکزي بانک کې د لومړي ځل لپاره پر امنیتي کامرو باندې برېښنا پرې کړل شوې وه او له دې فرصت څخه په ګټه اخیستلو له یاد بانک څخه پیسې ایستل شوې او د جوبایډن په پلوۍ باندې په ټاکنیزو کمپاینونو کې مصرف شوې دي.

کلیمزي د کابل حکومت له لویې څارنوالۍ وغوښتل چې یاده موضوع جدي تعقیب کړي.

حکومت که څه هم تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د روان لمریز کال د سرطان میاشتې په شپږمه نېټه داسې خبرونه ورکړل شول، چې په تېرو څو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان بانک امنیتي کامرې بندې کړل شوې دي او برېښنا ورباندې غوڅه شوې.

یادو راپورونو په ټولنیزو رسنیو باندې پراخ غبرګونونه راوپارول او د د مرکزي بانک ادارې له څو ورځو ځنډ وروسته ومنله چې د سرطان د میاشتې په دوهمه نېټه کامرې د «تخنیکي ستونزو» له امله له کاره لوېدلې وې.

جوبايډن چې د امریکا د اوسني ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» ځای ناستی دی، حکومتي چارواکي ورته هیلمن دي، چې ښایي د ټرمپ له لوري له طالبانو سره شوې هوکړه لغوه کړي او په افغانستان کې د امریکايي عسکرو نظامي حضور ته دوام ورکړي.

د جوبایډن له ټاکل کېدو سره سم د کابل حکومت چارواکو نوموړي ته مبارکي وویله او تر څنګ یې له نوموړي وغوښتل چې د افغانستان د سولې په پروسه بیا ځلې کتنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

No doubt, they have to bribe the democrats to keep 2500 soldiers behind

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx