ټولنیزه برخه

څه ډول ملګرتيا؟

استاد عبيدالله دقيق

د ژوندانه په بهير کې انسان له بېلابېلو خلکو سره رشتې او خپلوي لري، له والدينو نيولې تر ورونو خويندو، تره، تراه زامن او تر ډېرو نورو پورې له يو بل سره خپلولي او پيوستون لري او انسانان يې له يو بل سره يې نژدي کړي دي.

ددې سربېره ملګرتيا هم يو له هغو رشتو او مينې څخه دی چې انسانان يې له يو بل سره نژدې کړي دي او له يو بل سره د مينې محبت او الفت په رسۍ سره د ډېرو او بېلابيلو قومونو او هيوادونو خلک يو ځای شوي دي.

هوښياران وايي چې له بد ورور نه ښه ملګری هم ښه دی او رښتيا هم کله کله ښه ملګري له ورور څخه کم نه وي او خلکو ته په ښه او بده کې په کار راځي، خو لکه څنګه چې په دنيا کې ژوند کول يو هنر غواړي او همداسې د هر څه لپاره اصول او مقررات ټاکل شوي وي، ملګري هم باید په خپل منځ کې داسې څه ونه کړي چې خدای مه کړه د دوستۍ په ځای يې په ملګرتيا کې درز او جنجال رامنځته شي.

ښه خبره داده چې ملګرتيا په صداقت او ايماندارۍ وپالل شي او له ملګرو سره چل، فريب او دوکه ونشي.

هر کله چې ملګرتيا کې اخلاص، صداقت او ايمانداري موجوده وي نو هغه تر ډېره دوام کوي او حتی له يو نسل څخه بل ته پاتې کيږی خو که خدای مه کړه په ملګرتيا کې صداقت، اخلاص او ایمانداري نه وي نو بيا داسې ملګرتياوې لنډې او په جنجالونو ختمېدونکې وي.

همدا راز د ملګرتيا لپاره ښه خبره داده چې مخکې له دې چې څوک په ملګرتيا نيول کيږي او هغه ته په زړه کې ځای ورکول کيږي نو ښه ده چې د هغه په ټولو اړخونو نظر واچول شي او د خپل ځان د مطمئن کولو وروسته دې بيا ورسره د ملګرتيا تار وغځول شي.

که چېرته يوه ملګرتيا په رښتينې توګه، له اخلاص او صداقت ډکه او د الله تعالی د رضا لپاره وي، نو الله تعالی پکې خير او برکت اچوي او هم ورباندې اجر او ثواب انسان ته ورکول کيږي، خو که خدای مه کړه ملګرتيا د دنياوي اغراضو، چل او فريب او دوکې لپاره وي نو بيا دا تر ډېره دوام نه کوي او پای يې هم بې خونده وي.

الله دې موږ ته د ښې ملګرتيا توفيق رانصيب کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx