روغتیا

برتانیا په ناروغانو د کرونا واکسین کارول پېل کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په برتانیا هېواد کې د کرونا پر وړاندې چمتو شوي واکسین د لومړي ځل لپاره ناروغانو ته ورکړل شول.

برتانیا چې تېره اونۍ یې د کرونا واکسینو د کارونې خبر ورکړی و، نن د سه شنبې په ورځ پر هغه ناروغانو چې عمرونه یې زیات او جدي دي د فایزر او بیونتیک شرکت له لوري چمتو شوي واکسین وکارول.

لکه څرنګه چې دغه واکسین یو کس ته د درې اونیو په موده کې دوه واره ورکول کیږي، برتانیا لومړی خوراک ناروغانو ته ورکړ، خو د چارواکو په وینا واکسین پر خلکو اجباري نه دي.

ددغه واکسینو لومړی خوراک یوې ۹۰ کلنې میرمنې «مارګاریټ کینان» ته ورکول شوي دي، نوموړې وایي چې دغه کار یې د هېواد په خاطر کړی تر څو په ګډه دغه رامنځته شوې ستونزه له منځه یوسي.

کینان زیاته کړه، «زه د لومړي کس په توګه په ځان کې ځانګړی احساس کوم چې د کوویډ-۱۹ واکسین ترلاسه کوم، دا زما د زوکړې تر ټولو غورۍ ډالۍ ده چې زه یې هیله لرم».

د پورتنیو شرکتونو له لوري چمتو شوي واکسینونه چې ۹۵ سلنه اغیزناک بلل شوي، برتانیا کې له ۸۰ کلونو پورته، یا هغه ناروغان چې تر ډیره وخته جدي بستر دي او یا روغتیایي کارمندانو ته ورکول کیږي.

اوسمهال دغه واکسین محدودو کسانو ته چې له ډیر خطر سره مخامخ دي ورکول کیږي، د خلکو اکثریت به راتلونکي کال چې دغه شرکتونه زیاته اندازه واکسین تولید کړي له دغې پروسې برخمن شي.

د انګلستان د روغتیایي خدمتونو د ملي ادارې اجرایوي مشر سیمون سټیوینس وویل، په بریتانیا کې د دغه واکسین د لومړیو ډوزو تطبیق به د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پریکنده بدلون نښه وي.

له دې وړاندې روسیې هم اعلان کړی و چې خپل چمتو کړي واکسین یې شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو ته ورکړي، او دغه بهیر یې د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې د واکسینو ځانګړي کلینیکونو کې پېل کړی دی.

له برتانیا وروسته عربي هېواد بحرین هم اعلان کړی و چې په راتلونکو څو ورځو کې به پر ناروغانو د کرونا واکسین کارول پېل کړي.

تمه ده امریکا هم ډير ژر د کرونا واکسین د کارولو اعلان وکړي، په دې لړ کې ډونالډ ټرمپ ممکن نن سه شنبه د یوه اجرائیوي فرمان د لاسلیکولو له مخې دا مسئله یقیني کړي. دوی به ۱۰۰ ملیونه ډوزه تایید کړي چې ۵۰ ملیونه کسانو ته به ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x