افغانستان

بلخ کې ۶۶ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمېدو په لړ کې تازه ۶۶ تنه دولتي عسکر او پولیس د بلخ ولایت په ۷ ولسوالیو کې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالـــــــــــــبانو ویانـــــــــــــــد ذبــــــــــــــــــــیح الله مــــــــــــــــــــــــجــــــــــــــــــــاهـــــــــــــد رسنیو ته په استولي تیلیفوني پیغام کې ویلي، چې پورته شمېر تسلیم شوي دولتي عسکر، پولیس او اربکیان ددې ولایت د شولګرې، چمتال، چهاربولک، دهدادي، زارع، چاهي او کلدار ولسوالیو مربوط دي.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته د ګوتو په شمېر میاشتې پاتې دي او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره پیل شوي بین الافغاني مذاکرات هم د پرمختګ په حال کې دي، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي؛ خو دا په تیره یوه اونۍ کې تر ټولو زیات شمېر مسلح دولتي عسکر دي چې طالبانو ته د تسلیمۍ خبر یې ورکړل شوی دی.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۵۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x