افغانستان

د پاکستان سترې محکمې افغان مهاجرینو ته د برېښنا د میتر لګولو امر صادر کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د پاکستان سترې محکمې په دغه هېواد کې میشتو افغان مهاجرینو ته د برېښنا د میتر لګولو امر صادر کړی دی.

په هغه غونډه کې چې تیره ورځ د پاکستان پلازمینې اسلام آباد کې د سترې محکمې په انګړ کې دائره شوې وه، قاضي القضات محمدامین د پاکستان د برېښنا د ویش ادارې(پیسکو) ته امر کړی چې د افغان مهاجرینو لخوا د برېښنا میتر لګولو غوښتنلیک په ترلاسه کولو سره باید سمدستي هغوی ته د برېښنا میتر ولګوي، ځکه د هغوی بچیان دلته زده کړې کوي.

د پاکستان قاضي القضات زیاته کړه، پاکستان کې میشت افغان مهاجرین د کډوالو د نړیوالو قوانینو لاندې ژوند تیروي،کولای شي چې له هرقسم آسانتیاوو څخه ګټه واخلي.

په دغه مهال د افغان مهاجرینو د غوښتنلیک وړاندې کوونکي وکیل غوښتنه کړې چې باید افغان مهاجرینو ته د ۱۹۷۱م کال په بیه برېښنا ورکړل شي.

که څه هم له ۲۰۱۲م کال راهیسې پاکستان کې د برېښنا په بیو کې زیاتوالی راغلی؛ خو اوس د پاکستان د سترې محکمې د پرېکړې مطابق افغان مهاجرینو ته به د عامو پاکستانیانو په بیه برېښنا پلورل کیږي.

پاکستان کې میشتو افغان مهاجرینو ته د برېښنا میتر لګولو له منظورۍ وروسته که له یوې خوا دغه هېواد کې د ملیونونو افغان کډوالو ستونزو کې کمی راځي، له بل پلوه پاکستان کې د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل کمیټې د پاکستان له قاضي القضات او ټولو هغو پاکستاني چارواکو مننه کړې چې په اړه یې ورسره مرستې کړې دي.

د  افغان مهاجرینو د ستونزو د حل کمیټې په دې هکله خپاره کړي پیغام کې داسې لیکلي:

«د افغان مهاجرینو د ستونزو حل کمېټه د سترې محکمې د دغه اقدام د هرکلي ترڅنګ د پاکستان سفران وزارت له چیف کمشنر، په خیبر پښتونخوا کې له افغان کمشنر او ددوی نورې عملې څخه هم مننه کوي، چې په دې لاره کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي.»

پاکستان په داسې مهال دغه هېواد کې د میشتو افغان کډوالو د تسهیلاتو لپاره دغه ګام پورته کوي، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو ترمخه دا مهال پاکستان کې ۱۴ لکه قانوني او همدومره غیر قانوني کډوال میشت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx