نړۍ

د پاکستان اپوزيسيون ګوندونو له پارلمانه د استعفا کولو پرېکړه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د پاکستان اپوزيسيون حکومت مخالفو ګوندونو ايتلاف د پاکستان ډيموکراټيک خوځښت «پي ډي ايم» مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، د اپوزيسيون ټولو ګوندونو په شريکه پرېکړه کړې، چې له پارلمانه به استعفا ورکوي.

د «پي ډي ايم» اپوزيسيون ايتلافي ګوندونو له ناستې وروسته مولانا فضل الرحمن نن ماښام په اسلام اباد کې رسنيو ته وويل، د ټولو اپوزيسيون ګوندونو مشرانو په شريکه منلې، چې له پارلمانه به استعفا ورکوي.

د «پي ډي ايم» ګوندونو له تېرو څو مياشتو راهيسې د لومړي وزير عمران خان د حکومت پر خلاف پراخې ولسي مظاهرې روانې کړي او ټاکل شوې، چې راتلونکې اونۍ د پنجاب ايالت په مرکز لاهور ښار کې به د اپوزيسيون ايتلافي ګوندونو ستره مظاهره وکړي.

حکومت ويلي، د اپوزيسيون ګوندونو ته به د مظاهرو اجازه ورنه کړي او  دا يې د قانون خلاف کار بللی دی.

مولانا فضل الرحمن رسنيو ته وويل، که حکومت د لاهور جلسې پر خلاف ګام پورته کړ، نو دوی به هېڅکله حکومت په کراره پرې نږدي.

د پاکستان پخواني ولسمشر او د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري، پخواني لومړي وزير او مسلم ليګ ن مشر ميا نواز شريف او د بلوچستان ملي مشر ګوند عطاءالله مينګل د پي ډي ايم دغې ناستې کې د ويډيو له لارې ګډون کړی و.

د نواز شريف لور او د مسلم ليګ ن ګوند مرستيالې مريم نواز هم دغې ناستې کې له ګډون وروسته رسنيو ته وويل، چې د مولانا فضل الرحمن خبره د پي ډي ايم د ټولو مشرانو خبره ده او دوی يې تاييدوي.

مولانا فضل الرحمن زياته کړه، چې د روان ډسمبر په ۳۱مه به د اپوزيسيون ګوندونو ټول پارلماني غړي استعفا ورکوي او تر هغه وروسته به پلازمېنې اسلام اباد ته د اپوزيسيون ګوندونو ستر لاريون وکړي.

د نوموړي په وينا حکومت کمزوری شوی، اوس يوې ټيلې ته اړتيا لري او دوی به د حکومت تر نسکورېدو خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

«پي ډي ايم» يا د پاکستان ډيموکراټيک خوځښت څه شی دی؟

پي ډي ايم يا د پاکستان ډيموکراټيک خوځښت د روان کال سپټمبر په ۲۰مه نېټه د اپوزيسيون ګوندونو په ټول ګوندیز کې د يوولسو ګوندونو په هوکړه جوړ شوی او د پاکستان حکومت پر خلاف د مظاهرو لپاره د «پي ډي ايم» پليټ فارم غوره شوی دی.

له تېر اکتوبر راهيسې د پي ډي ايم ګوندونو د حکومت پر خلاف پراخ لسګونه ولسي غونډې وکړې او د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې يې د پلازمېنې اسلام اباد پر لور د لاريون پرېکړه کړې ده.

د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د يوولسو ګوندونو د اتحاد «پي ډي ايم» مشر، د پيپلز ګوند رهبري غړی راجه پروېز اشرف يې مرستيال، پخوانی لومړی وزير او د مسلم ليګ ن ګوند رهبري غړی شاه خاقان عباسي يې سرمنشي دی.

پي ډي ايم وايي، د عمران خان حکومت په درغلۍ واک ته رسول شوی او د اپوزيسيون ګوندونه په ښکاره د پوځي چارواکو نومونه يادوي او د اوسنيو ستونزو پړه هم د پوځ پر مشرانو اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا هماغه مولانا صیب دی چی افغانستان کی جهاد روا بولی خو خپله د دیموکراتیک خوڅښت ایتلاف مشر دی. څومره پاکستانیان ## ملایان لری.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx