نړۍ

د جوبايډن د کابينې دفاع وزارت ته نوماند متقاعد جنرال لویډ اسټن څوک دی؟

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن پرېکړه کړې، چې افريقايي الاصله تور پوستی متقاعد جنرال او د امريکا د مرکزي قومندانۍ پخوانی قومندان جنرال لويډ اسټن دفاع وزارت ته نوماند کړي.

که کانګريس جنرال اسټن ته د تاييد رايې ورکړي، نو دا به د امریکا په تاريخ کې لومړنی تور پوستی دفاع وزير وي.

لويډ اسټن په ۱۹۵۳ کې په سويل ختيځ الاباما ايالت کې پيدا شوی، لوړې پوځي زده‌‌کړې يې د امريکا ويسټ پواينټ پوځي اکاډيمۍ څخه ترلاسه کړي دي.

نوموړي د خپل څلوېښت کلن پوځي ماموريت پيل د شمالي کرولينا ايربون زون د جنګي مرستې کمپنۍ د قومندان په توګه کړی دی.

له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې په عراق کې د امريکايي ځواکونو قومندان و. د ده په مشرۍ کې له عراقه د امريکايي پوځيانو وتل پيل شوي وو.

جنرال اسټن په عراق کې د خپل ماموريت پر مهال د هغه وخت له مرستيال ولسمشر جوبايډن سره

جنرال اسټن تر دې وروسته د امريکا د مرکزي قومندانۍ قومندان و، چې په ۲۰۱۶ کال کې تقاعد شو.

د امريکايي ځواکونو مرکزي قومندانۍ په عراق، افغانستان، منځني ختيځ او جنوبي اسيا کې د عملياتو او جګړو څارنه او مشري کوي.

د پخواني ولسمشر بارک اوباما له لوري د ښو کړنو له امله ستايل شوی و، خو په ۲۰۱۵ کال کې د ۵۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سوريايي جنګيالو د روزنې پروګرام د ناکامۍ له امله د کانګريس له لوري له نيوکو سره مخ شوی و.

جنرال لويډ اسټن له ۲۰۰۹ کال تر ۲۰۱۰ پورې د امريکا د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستيز د رئيس ارکان، له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۱ پورې په عراق کې د امريکايي ځواکونو قومندان، له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۳ پورې د لوی درستيز د مرستيال په توګه دندې ترسره کړي او بالاخره په ۲۰۱۶ کال د امريکا د مرکزي قومندانۍ د قومندان په توګه له دندې ترسره کولو وروسته تقاعد شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx