افغانستان

غزني کې د کمانډو عسکرو پر مرکز له موټربم چاودنې وروسته جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت په اندړو کې د کمانډو عسکرو پر مرکز له موټربم چاودنې وروسته پیل شوې نښته لاهم جریان لري.

یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، دا نښته تیره شپه ناوخته د اندړو ولسوالۍ اړوند «ملا نوح بابا» سیمه کې د نمبریک شاهراه د محافظت په کنډک کې د کمانډو عسکرو په عملیاتي قطعې له یوې درنې موټربم چاودنې سره پیل شوې ده.

د سرچینې په خبره نښتۍ کرۍ شپه دوام کړی او تردې مهاله هم هلته شدیده جګړه روانه ده.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده هم پېښه تاییدوي؛ خو د تلفاتو په هکله بې خبري څرګندوي.

تعقیب

د کابل حکومت د دفاع وزارت چارواکو هم دغه پېښه تایید کړې ده. په هغه اعلامیه کې چې ددفاع وزارت لخوا خپره شوې ویل شوي، دا برید تیره شپه ۱۲ بجې هاموې ټانګ په وسیله ترسره شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې چاودنې له امله ۳ تنه عسکر وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

دفاع وزارت دغه راز دعوه کړې چې په د پېښې ځای ته نږدې یو بل مازدا موټر هم چې چاودنې ته چمتو ؤ، د دولتي عسکرو لخوا نیول شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

عجیبی د سولی خبری روانی دی. په ولاکه خو دا وړی شړی شی چی له یوې خوا د سولی په نوم عیشونه کوی او له بلی خوا ځانوژنه او موټر بمب. بیا وایی چی حکومت په جومات او ملکی خلکو بمباری کړی. دواړه طرفه د#عادت لری او جنګ ورته یو هنر ښکاری دا چی نتیجه یی څه ده پروا یی نلری.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx