افغانستان

کابل کې د ورونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړې له کبله یو تن وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): امنیتي چارواکي وايي، د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ کې د ۳ ورونو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې له کبله لږ تر لږه یو تن وژل شوی دی.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، دا پېښه تیره شپه د پغمان ولسوالۍ په کاریزک سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، دغو ورونو خپل منځ کې د ځمکې پر سر شخړه کړې، چې په ترڅ کې یې دوو ورونو خپل درېیم ورور وژلی دی.

د فرامرز په خبره پولیسو له پېښې سره په تړاو دوه ورونه نیولي او څېړنې یې ورڅخه پیل کړي دي.

په ورته مهال یوې بلې سرچینې بیا رسنیو ته ویلي، په دغه لانجه کې ښکېل ۳ ورونو له جملې څخه دوه یې د سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) غړي وو؛ خو چارواکو رسما په دې اړ ه څه ویلي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx