نړۍ

ایران وايي، د محسن فخري زاده يو شمېر وژونکي يې نيولي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د ایران د پارلمان مرستيال حسين امير عبداللهيان ويلي، چې امنيتي ځواکونو د اټومي ساينس پوه محسن فخري زاده د وژنې طراحان په نښه کړي او يو شمېر وژونکي يې هم نيولي دي.

عبداللهيان د ایران «العالم» عربي ټلويزون سره د خبرو پر مهال وويل، چې د فخري زاده د وژنې قضيه کې پرمختګ شوی، د بريد طراحان او د بريد د طرحې ځای په نښه شوی او ځينې بريدګر يې هم نيول شوي، خو نوموړي په دې اړه نور تفصيل نه دی ورکړی.

حسين امیر عبداللهيان وويل، چې په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

د ایران د اټومي پروګرام ستر مشر او اټومي ساينس پوه محسن فخري زاده د تېر نومبر په ۲۷مه پلازمېنې تهران ته څېرمه په يوه غلجکي بريد کې ووژل شو.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ويلي، د فخري زاده په وژنه کې د اسرائيلو لاس دی.

د ایران سپاه پاسدران ځواک د بهرنيو جنګيالو «القدس» دلګۍ مشر جنرال اسماعيل قاني ويلي، محسن فخري زاده د امريکا په مرمۍ لګېدلی او اسرائيل هم په دې دسيسه کې شريک و.

حسن روحاني او اسماعيل قاني ويلي، د فخري زاده سخت غچ به واخلي.

د ایران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف په خپلو ټويټ کې ويلي و، چې دوی داسې قوي دلائل ترلاسه کړي، چې د محسن زاده د وژنې تر شا د اسرائيلو لاس دی او نړيواله ټولنه بايد له دوه مخۍ لاس واخلي او د اسرائيلو دولتي ترهګري وغندي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx