نړۍ

پر غزې د اسراييلو هوايي بريدونو کې ۲۷ فلسطينيان شهيدان او سلګونو نور ټپيان دي

نن ټکی اسيا: فلسطين د غزې په تراډې کې د اسراييلو په هوايي بريدونو کې ۲۷ فلسطينيان شهيدان شوي او له سلو زيات ټپيان دي.

فلسطيني سرچينې وايي، چې ۲۳ فلسطينيان د اسراييلو په بمباريو کې وژل شوي او د حماس څلور غړي هغه مهال د اسراييلو لخوا و وژل شول، چې د بحر له لارې اسراييلو داخل شوي وو.

بل پلو د حماس پوځي څانګې عزالدين القسام وايي، چې د اسراييلو پر ګڼو ښارونو يې توغنديز بريدونه کړي دي.

د اسراييلو دفاع وزارت وايي، چې د حماس لخوا شاوخوا پنځوس توغندي د اسراييلو پر ځمکه لګيدلي دي او په غبرګون کې يې دوی د غزې تراډه کې ۱۵۰ کورونو بمبار کړي دي.

بيت حانون کې د بېړنيو مرستو اداره وايي، چې بيګا شپه د اسراييلو په بمبار کې د يو کور د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه شهيدان شوي دي.

د بيړنيو مرستو اداره وايي، چې خان يونس کې د اسراييلو په هوايي بريد کې اووه فلسطينيان شهيدان او پنځه ويشت نور مرګوني ټپيان شول او نورو خپلوانو يې غوښتل د وژل شويو او ټپيانو بشري مرسته وکړي؛ دغه مهال اسراييلي بې پيلوټه په يو وار شپاړل راکټوي بريدونه وکړل او درنه مرګ ژوبله يې واړوله.

د فلسطين ولسمشر محمود عباس د اسراييلي بريدونو په غبرګون کې و ويل، چې له ټولو نړيوالو بشري ټولنو غوښتنه کوي، چې د اسراييلي بريدونو او بمباريو مخه ونيسي.

عباس همدا ډول له ټولو فلسطينيانو هم وغوښتل، چې د اسراييلي بريدونو پر وړاندې يو موټی شي او خپل هر ډول اختلافات هېر کړي.

د حماس وياند سامي ابو زهره وايي، چې د اسراييلو له وحشي بريده وروسته اسراييل جنګي مجرمين او له دې وروسته ټول اسراييل د دوی د بريدونو هدف دي.

فلسطيني سرچينې وايي، چې د اسراييلو به بېلابېلو بريدونو او بمباريو کې تر اوسه د حماس د غړو په ګډون شاوخوا دېرش فلسطينيان شهيدان شوي او له سلو زيات ټپيان دي، چې د ډېرو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د اسراييلو دفاع وزارت وايي، چې د حماس او د پلويانو پر ضد يې د لويو او اوږ مهالو بريدونو پلان لري او دغه بريدونه ژر ختمېدونکي نه دي.

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نيتنياهو پرون سه شنبه په خپلو څرګندونو کې و ويل، چې د حماس پر ضد د دوی بريدونه ايله اوس پيل شول او تر ډېرې مودې به روان وي.

د اسراييلو تلويزون د لومړي وزير له قوله پر ټولو اسراييلو غږ کوي، جې د حماس پر ضد د دوی جګړه اوږد مهالې ده او بايد ټول اسراييلي ولس دې جګړې لپار چمتو وي.

نيتنياهو وايي، چې د دوی د بريدونو په غبرګون کې به حماس د اسراييلو پر ځمکه توغنديز بريدونه کوي او بايد اسراييلي ولس دېته هم تيار وي.

اسراييلي رسنۍ وايي، چې د اسراييلو کابينې حماس سره د جګړې لپاره د ۴۰ زرو عسکرو د تيارسۍ امر کړی دی، چې غزې تراډې سره به ځای پر ځای کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x