افغانستانسولې اړوند خبرونه

حکومت د نوي کال لپاره جنګي طرحې جوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۹ل):داسې مهال چې په دوحه کې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټیمونه د خبرو مېز ته ناست دي او هڅه کېږي د افغانستان اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي؛ د کابل حکومت امنیتي سکتور د نوي کال لپاره جنګي طرحې جوړوي، خو په عین وخت کې له بهرنیو ځواکونو غواړي چې په مسئولانه ډول له افغانستانه ووزي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، دولتي امنیتي چارواکي له دفاعي حالت څخه یرغلیز حالت ته د دولتي ځواکونو په تګ ټینګار لري او په همدې موخه یې د طرحو جوړول هم  پيل کړي.

د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قوماندان «فرید حمیدي» وايي، دولتي ځواکونه به راتلونکی کال له لا ډېر چمتووالي سره د جګړې میدان ته ولاړ شي.

نوموړی ګواښ کوي، چې په بشپړ ځواک به د جګړې ډګر ته داخلېږي او د «افغانستان دښمنانو» ته به «درانه تلفات» اړوي.

ورته مهال د لوی درستیز د ارکانو رییس «محمد حبیب حصاري» وايي، چې باید پر مخالفینو باندې تعرضي بریدونو ته زور ورکړل شي؛ ځکه دده له قوله، د بریا راز په دې کې دی چې وار په دښمن مخته کړل شي.

دولتي ځواکونه داسې مهال یوې خونړۍ جګړې ته چمتووالی وینسي چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې روانې دي او په دې وروستیو کې پکې پرمختګ هم رامنځته شوی.

بل لور ته د طالبانو-امریکا تر منځ د شوې توافقنامې په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ هم روانه ده، چې له امله یې دولتي ځواکونه تر فشار لاندې دي.

تازه د امریکا د یوه بنسټ له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د حکومتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې تر بل هر وخت ډېر ولسي وګړي وژل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx