دیني، سیرت او تاریخ

حضرت مولانا زرولي خان رحمه الله او دوه خاطرې يې

عنايت الله کاکړ

انسان له خپلې مړينې وړاندې حتماً داسې څه کوي چې له امله يې خلکو ته ور په ياد شي او دعاګانې ورته وکړي. هسې خو د حضرت شيخ هر عمل، هره وينا او هره ادا په دې ارزي چې سړی يې په خير او دعاګانو کې ياد کړي خو د بې نظيرې د خوب کيسه يې داسې څه وو چې نژدې د هرې مدرسې د طالبانو مجلسونه يې تاوده ساتلي وو.

له علماء کرامو نه د دا ډول شطحاتو صدور هم د هغوي د سپين زړتوب، سادګي او خدامستي ستره نښه ګڼل کيږي. موږ ګڼ متقدمين او متأخرين شيوخ او استادان لرو چې د معرفت په بحر کې به دومره مستغرق ول چې ځان او ټولنه به يې هېره کړي وه او د ځينو داسې شيانو صدور به ترې وشو چې په ښکاره به خلک ورته په تعجب کې ول خو چې حقيقت ته به يې ځير شو نو هماغه شطحي څرګندونه به يې د‌کمال نښه وه.

حضرت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله ليکي چې له اولياءالله نه په مختلفو مواقعو کې د نوادرو صدور بديهي دی او دا څه په حقيقت کې يوه الهي تابيا ده چې پر مټ يې خلک دې ته متوجه کوي چې د اولياؤ په محبت کې دومره توغل ونکړي چې هغوي د عبوديت له مرتبې لوړې هاغې ته وباسي.

حضرت شيخ زرولي خان يو نر پښتون عالم او پاچامزاجه شخصيت وو چې خپل دربار او ځانګړې درباريان يې لرل. که چا په احسن العلوم کې د حضرت مولانا د ناستې ځای او هلته د خادمانو نظم ليدلی وي نو هغه به له ما سره په دې خبره کې اختلاف ونکړي چې د مولانا دربار د مغول سلطنت د کوم صدرجهان تر دربار کم نه وو. له ظرافت، ټوکو ټکالو، طنزي لطائفو او علمي دقائقو نيولي تر چاکليټونو، حلوه جاتو، مربه جاتو، عسلو، تازه قيماق، کړک دودپتي چای او آن برياني، زرده،ډول ډول کوفتو او قيمو پورې به هر شی پکې موندل کيدل. کله ناکله به داسې هم پيښه وه چې حضرت مولانا ته به خپلو کارخانه دارو معتقدينو جانمازونه، څادرونه، پګړۍ او کالي سوغات کړي وو، دغه مهال چې به حضرت مولانا په جلالي او فياضانه موډ کې وو نو زموږ غوندې سپيرخولې به هم له دغو شاهانه خلعتونو متمتع وګرځيدل.

خو د حضرت مولانا د دربار له حدودو نه ور اوښتلو يا خو د زمري زړه غوښت او يا هم د ګيدړې چمونه. زمری خو ځکه نه وم چې ډکه چانټه مې آن د زاړه تحريک له وخته ټلوالي ته ور پاتې ده خو دا نور چمونه مې بيا له ځينو ملګرو زده کړي وو، ځکه مې نو د ځانګړو تدبيرونو له لارې د صدرجهان زرولي خان صيب دربار ته د تقرب هڅی پيل کړې.

لومړی مې د حضرت مولانا د يوه خادم په خوله حال ور وليږل چې له کابله مې يو مهم پيغام درته راوړی دی. چې د ملاقات وخت يې راکړ نو يو دانه ګوسفندي جاکټ مې ورته د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ملا امیرخان متقي له لورې نذر کړ بيا مې ورته ويل چې حضرت د هرات په جامع کې ستاسې وينا د شريعت غږ راډيو په هر اسټيشن کې هره ورځ خپريږي. حضرت مولانا چې دا خبرې اوريدلې نو د خوښۍ او انبساط رنګونه به يې پر څيره له ورايه ښکاريدل. بيا يې خپل د مدرسې ټول استادان او معتقدين را وغوښتل او پر ما يې دغه خبرې ټولې بيا تکرار کړې. دغه مهال چې ما دغه تقرير کاوه، حضرت مولانا به په مفتخرانه او مبتسمانه نظرونو ناستو خلکو ته کتل او سامعينو به هم زما خبرې پر ماشاءالله، سبحان الله او واه واه بدرګه کولې.
هغه ورځ او نن ورځ چې د حضرت مولانا دربار ته مې لاره وموندله او بې پروټوکوله به ورتلم.

يوه شپه د جمعې شپه وه او حضرت مولانا د شپې پر يوه بجه زموږ کور ته بې له کوم پيشګي نوټسه تشريف راؤړ. د خدای کړه وو او د بنده ورته کاته وو چې دغه شپه موږ دری واړه وروڼه پيريانو اړولي وو، مولانا غزنوي پکې مېرګيانو ګنده کړی وو. مولانا مرحوم پر دروازه انتظار کړی وو، خو چې د ميلمانه په خونه کې مو روغبړ ور سره کاوه نو زموږ له سرونو او ږيرو دغسې اوبه بهيږي. دغه مهال نو د حضرت مولانا د ظرافت رګ وتخنيد او پدې مناسبت يې هغه عربي اشعار او قصص وويل چې موږ يې استحضار ته هک حيران پاتې شو.
له چايو او مجلس وروسته يې موږ ته کړل چې ستاسې دا پيريان متعدي دي، زه ځم چې کور ته ځان ورسوم او د مېرګيانو دغه دوره زه هم د مورا څنګ ته تېره کړم.

لنډه دا چې حضرت مولانا مرحوم يو واقعي درویش خدامست وو. د علم بحر وو. د جمال او جلال پيکر وو، د حياء، تواضع او ښه سړيتوب يو دنګ څلی وو. حضرت مولانا ته رب د تدريس او وينا داسې جذاب سبک ورکړی وو چې څوک يې په مجلس نه مړيدل.
د علم، حياء،تواضع، تقشف، للهيت او تقوا دغه برجوره کلا هم نن ونړيده او لسګونه زره معنوي اولادونه يې يتيمان شول. انا لله و انا اليه راجعون
پر ګور يې نور شه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

کاکړ صاحب

زه خو ستا د خاطرو په یوه او دوه دواړو ونه پوهېدم.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx